په غزې کې د بریدونو له امله څه پاسه ۹۰ تنه وژل سوي
۱۴۰۴ آبان ۷, چهارشنبه
د فلسطیني سرچینو په حواله د اسرائیل پوځ د اوربند له بیا پیل کیدو مخکې د غزې په تراړه کې پر یو شمیرهدفونو باندې سختې بمبارۍ کړې دي. د غزې په تراړه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا د برخې له کړیو څخه ویل کیږي چې د نن ورځې تر سهار پورې ۹۱ کسان وژل سوي چې په هغو کې په لسونو کم عمره کسان هم شامل دي. خو دغه شمیرې لا د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تأیید سوي. د معلوماتو له مخې دا د اکتوبر پر لسمه د اورنبد د بیا پیل کیدو راهیسې په برید کې تر ټولو زیات قربانیان دي. په دې ترڅ کې د اسرائیل پوځ خبر ورکړی دی چې غواړې بیرته اوربند مراعات کړي.
اړوند:منځنی ختيځ: اسرائيل په غزه کي د اوربند تړون تصويب کړ
د روغتون د شمیرو له مخې یوازې د یوه برید په نتیجه کې چې د الواسي په سیمه کې چې د بشري زون په توگه نومول سوې، اته کسان وژل سوي دي.
په رپوټ کې ویل سوي چې اسراییلو د بې ځایه سویو خلکو خیمې بمبارد کړې دي. د اسراییلو پوځ په پیل کې د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.
د طبي سرچینو په حواله، د غزې په مرکزي برخه کې، په نصیرات کې، د اتو کسانو د وژل کیدو په هکله رپوټ ورکړل سوی دی. هلته د یوې کورنۍ کور په نښه سوی دی. د فلسطین خبري اژانس وفا د ۱۸ کسانو د مړینې رپوټ ورکړی دی. د وفا خبري آژانس په وینا، یو شمیر کسان لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاته دي. د اسرائیلو پوځ هم د دې پیښې په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.
د غزې په تراړه کې برید اسرائیلي سرتیري وژلي
اسرائیل د حماس وسله واله ډلې له خوا پر اسراییلي سرتیرو د برید په ځواب کې چې له امله یې یو سرتیری ووژل سو، او د مړه سویو یرغملو کسانو د سپارلو په موافقه کې ځنډ راغی، سخته بمباري وکړه. حماس پر سرتیرو باندې د برید مسؤلیت رد کړ خو دا خبره په خپلواکه توگه نه سي تایید کیدای.
حماس مخکې هم د یوه یرغمل سوي جسد پر ځای چې لا تر اوسه ورک و، د یوه اسراییلي پاتې شوني سپارلي وو.
په غزه کې د تاوتریخوالي د نوي څپې له زیاتیدو سره هم مهاله، د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ بیاهم د اوربند د تړون اعتبار تائید کړ. هغه وویل، هیڅ شی به اوربند له خطر سره مخ نه کړي. حماس ژمنه کړې وه چې "سالم چلندبه وکړي".