1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فاریاب: طالبانو ته سخته مرگ ژوبله اړول شوی ده

د فرانسې خبري آژانس/ مسعود جهش۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه

چارواکي وایي چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جگړه شوې ده چې په کې د طالبانو د یوه قوماندان په گډون ۲۵ تنه یاغیان وژل شوي دي. (انځور له ارشیف څخه)

Polizeikonvoi in Ghazni, Afghanistan. Copyright: DW/Qadir Wafa September, 2012, Ghazni
Sicherheit in Ghazni Afghanistanانځور: DW

افغان سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه نښته د چهارشنبې په ورځ د فاریاب په ولایت کې رامنځ ته شوې ده. د طالبانو هغه قوماندان چې په دې پېښه کې وژل شوی دی د فاریاب ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي وو.

د فاریاب ولایت د والي مرستیال عبدالستار بارز، وویل: «د افغانستان وحشي دښمنانو د یوه کلي پر بازار باندې برید وکړ. هغوی په دې برید کې پنځه تنه سیمه ییز پولیس هم ووژل.»

افغان سیمه ییز پولیس له ولسي خلکو څخه جوړ شوي دي چې افغان دولت او متحده ایالات یې ملاتړ کوي. دغه کسان د طالبانو پر وړاندې له خپلو سیمو څخه ساتنه کوي. دغه ځواکونه وخت نا وخت د طالبانو تر برید لاندې راځي.

ښاغلي بارز وویل، کله چې افغان چارواکي له دې پېښې خبر شول نو سیمې ته یې لا ډیر امنیتي ځواکونه واستول. هغه زیاته کړه: «د ملا یار محمد په گډون د طالبانو ۲۵ تنه جنگیالي د فاریاب په ولایت کې وژل شوي دي. ملا یار محمد د فاریاب له پاره د طالبانو نومول شوی والي وو.»

تر دې مخکې طالبانو په یو شمیر جنوبي ولایتونو کې پراخ فعالیت لاره خو په وروستیو دوه کولونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم د هغوی ځیني فعالیتونه تر سترگو گیږي. که څه هم طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د افغانستان په شمال کې پیاوړي عملیات په لاره واچوي خو وخت نا وخت په دې سیمه کې برید تر سره کوي.

د فاریاب ولایت مرستیال وویل چې د ملا یار محمد وژل کیدل د طالبانو له پاره یوه لویه ضربه ده. د طالبانو د رژیم له ړنگیدو څخه یوولس کاله تیریږي خو اوس هم دغه ډله د افغانستان په ځینو برخو کې له افغان او نړیوالو ځواکونو سره په جگړه بوخته ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب