1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه او‌هسپانیا کې ځنګلي اورونه لګیدلي

۱۴۰۱ تیر ۲۶, یکشنبه

په فرانسه او هسپانیا کې چارواکو ویلي دي چې د ځنګلي اورونو د زیان د مخنیوي له پاره یې زرګونه کسان خوندي ‌ځایونو ته انتقال کړي دي.‌ چارواکي وايي چې له ۱۲۰۰ ډیر اور وژونکي د اور وژلو په ماموریت کې برخه لري.‌

Frankreich | Waldbrand in Landiras
انځور: SDIS 33/AP/picture alliance

د رپوټونو له مخې په فرانسه او هسپانیا کې د شنبې ورځې (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۶مه) ځنګلي اورونو زرګونه هکتاره ځنګلونه سوځولي دي او دا چې تر اوسه حکومتي‌ چارواکو له سیمې څخه له ۱۰ زرو ډیر ځايي اوسیدونکي نورو خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.‌د فرانسې په جنوب غربي ګیرونډا سیمه کې شاوخوا ۱۲۰۰ اور وژونکو د هغه ځنګلي ‌اور د وژلو هڅه کوله چې په دې سیمه کې د ځايي چارواکو په خبره پنځه ورځې وړاندې لګیدلی وو.‌

په اروپا کې د تودوخې د سختې او وچې څپې له کبله دغه ځنګلي اورونه لګیدلي‌ دي.‌د اروپا لویې وچې په ځینو سیمو کې د څو ورځو راهیسې د تودوخې درجه خپلې لوړې کچې ته رسیدلې او په ځینو نورو سیمو کې د ګرمۍ دغې څپې ته لا انتظار کیږي.‌

د فرانسې د هوا پیژندنې چارواکي د فرانسې په جنوبي سیمو کې د نن یکشنبې ورځې له پاره د تودوخې ۴۱ سانتي ګرید وړاندوینه کوي او د اټکلونو له مخې، ‌د سبا دوشنبې په ورځ‌ به یوه بله د ګرمۍ شدیده څپه هم دغه هیواد ته ورسیږي.‌

هسپانیا او پرتګال هم د ځنګلي اورونو په لمبو کې سوځي

په هسپانیا کې هم د تودوخې شدیدې څپې نه یوازې مرګونه رامنځ ته کړي بلکې د ځنګلي اورونو سبب هم ګرځیدلي دي. ‌په ټوله هسپانیا کې اور وژونکي په څو ځایونو کې د أورونو د له منځه وړلو په ماموریتونو کې بوخت دي.‌ په دغه هیواد کې هم د تودوخې درجه ۴۵،۷ سانتي ګرید ته رسیدلي او د چارواکو په خبره د زیاتې ګرمۍ سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په دغه هیواد کې د تیرو څو ورځو راهیسې ۳۶۰ کسان مړه شوي دي.‌

ځايي چارواکو ویلي چې په فرانسه او هسپانیا کې د اورونو له کبله زرګونه هکتاره ځنګلونه سوځیدلي دي. انځور: Laurent Theillet/SUD OUEST/PHOTOPQR/MAXPPP/dpa/picture alliance

د هسپانیا د مالاګا ولایت یوه جګپوړي چارواکي د شنبې په ورځ‌ په یوه ټویټري پیغام کې ویلي ‌چې د ځنګل د اور له کبله یې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان نورو خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.‌د نوموړي په خبره دغه پیښه د میجاس په نامه ښار کې رامنځ ته شوې چې د اروپايي ‌سیلانیانو د خوښې او لیدو وړ یوه سیمه ده.‌

د اروپا په ګڼ شمیر هیوادونو کې د څو ورځو راهیسې د ګرمۍ شدیدې څپې روانې دي او د وچې هوا او ډیرې ګرمۍ له کبله د چارواکو په خبره د دغه راز ځنګلي اورونو تمه کیدی شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب