د فرانسې خبري آژانس د چارواکو له قوله ليکي چې د یکشنبې په ورځ د فرانسې په شمال ختیځ، دیپارتمان دې لوب کي درې زاړه کسان مړه سوي دي. د پولیسو په حواله په ګاونډي هیواد سویس کي بیا څلور کسان مړي سوي او یو کس لادرکه دی.
په سویس کي د کانتون پولیسو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ دی چی درې کسان د سختو بارانونو له امله د مځکي ښویدني په پېښه کي مړه سوي دي. د سویس په جنوب لویدیځ د ساس ګروند سیمي په یوه هوټل کي د یوه کس مړی موندل سوی دی. د پولیسو په حواله داسي ښکاري چي د هغه د مړیني علت به هم په ناڅاپي ډول ودانۍ ته د ډیرو اوبو ننوتل وي.
د سویس ډیرې برخې د شنبې د ورځي له ماپښښین راهیسي له سختو بارانونو څخه اغیزمني سوي دي. د یکشنبه په سهار وختي، د پراتو سورنیسو او میګیا تال له اوسیدونکو وغوښتل سول چی د میګیا رود ته نیژدې خپل کورونه پریږدي.
د مونګو په سیمه کي ۷۰ کسان له یوه تفریحي ځای څخه انتقال سول. له ناورینونو سره د مبارزې د ادارې په حواله د اوبو د لوړې سطحې له امله سړکونه وتړل سول او همدارنګه یو پُل هم د ډیرواوبو له امله نړیدلی دی.
همدارنګه د ایټالیا په شمال لویدیځ، پیمونټ او اوستاتال کي هم سخت سیلابونه راغلي دي. په پیمونت کي ژغورونکې عملې د یکشنبې په سهار د ژغورلو له اتیا عملیاتو څخه خبر ورکړ. په اوستاتال کي له خټو سره یو ځای سختو سیلابونو، د سیروینیا سیاحتي ځای ته تلونکې لار په لنډمهاله توګه بنده کړه.
د کوګنې کلي اړیکي چي ۱۳۰۰ اوسیدونکي لري، له خټو سره ګډ سیلابونو له امله له بهر سره قطع سوي دي. والنونتي ته نیژدې د بریښنا او اوبو رسولو سیستم له کاره لوېدلی دی.
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې اقلیمي بدلون او سیلابونه
د ځمکې تودوخه او د اقلیم بدلون لامل شوي چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې پرله پسې بارانونه او شدید سیلابونه راشي. په افغانستان، پاکستان او ایران کې سیلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images په وروستیو پېښو کې د افغانستان په مرکزي سیمو کې پرله پسې بارانونو له امله په غور ولایت کې ناڅاپه سېلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۵۰ تنه یې وژلي دي.
انځور: AP/picture alliance افغانستان، په زرونو کورنه ويجار شوي د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دغه سېلاب کې لږ تر لږه دوه زره کورونه ویجاړ شوي او څلور زره نور کورونه ویجاړ شوي دي. شاوخوا دوه زره دوکانونه هم زیانمن شوي دي. ګڼ کسان ټپیان او یو شمیر نادرکه دي. دغو سیلابونو څارویو ته هم زیان اړولی دی.
انځور: AP/picture alliance افغانستان، شمال کې ناڅاپه سېلابونه تېره اوونۍ د سختو بارانونو له کبله د افغانستان په شمال کې هم ناڅاپه سېلابونو راووتل. دغو سيلابونو کلي ویجاړ کړل، ۳۱۵ کسان یې ووژل او تر ۱۶۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.
انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images د جرمني په زارلنډ ایالت کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راغلي چې د چارواکو په وینا په تېرو ۳۰ کلونو کې بې ساري وو.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture alliance آلمان، له سختو بارانونو خبرداری چارواکو او د جرمني د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې وړاندې د دې سخت باران په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې چمتوالی ونیسي. د سیلابونو د مخنیوي لپاره ډیری تدابیر نیول شوي.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture alliance د آلمان د خبري آژانسونو د رپوټ له مخې د آلمان په گاونډي هیواد بلجیم کې هم سیلابونو د ترافیکو په گډون د عامه خدمتونو په برخه کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.
انځور: Bernd März/IMAGO په هالنډ کې، هم سیلابونه لامل شوي چې د اور وژنې او ژغورنې ځواکونه چمتووالی ونیسي.دغه هیواد سمندر ته د نږدې کیدو له امله د سیلابونو له دوامداره خطر سره مخ دی.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture alliance برازیل، په زرونو انسانان بې کوره شوي په برازیل کې د سختو بارانونو له امله زرګونه کسان بې کوره شوي، ۱۲۶ تنه مړه، ۷۵۶ تنه ټپیان او ۱۴۱ تنه لادرکه شوي دي.
انځور: Diego Vara/REUTERS برازیل، د ريوگرانډه دوسول ايالت د ریو ګرانډه دو سول په ایالت کې سیلابونه لامل شوی چې ۱.۴ میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.
انځور: Corpo Bombeiros Rio Grande do Sul/picture alliance/dpa د ایران شمال ختیځ هم د سختو بارانونو او ناڅاپه سیلابونو له امله اغیزمن شوی دی. په مشهد کې چارواکو د سېلاب د راوتلو خبره کړې او ویلي یې دي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. خو خلک شکايت کوي او وايي چې سېلاب ډېر زيانونه اړولي دي.
انځور: Iranian Red Crescent Society/ZUMA Press Wire/picture alliance په تېرو دوو اوونيو کې پاکستان کې موسمي بارانونو او سېلابونو سخت زيانونه اړولي دي. د اپریل په میاشت کې چې په دغه هیواد کې په تیرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو باراني میاشت وه، لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل شول
انځور: Hussain Ali/ZUMA PRESS Wire/picture alliance دغه راز ، د فرانسې په شمال ختیځ موسیل سیمه کې له سختو بارانونو وروسته د سیند د سطحې د لوړیدو له امله د سیلاب خبرداری ورکړل شوی دی. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون به په ټوله نړۍ کې د سیلابونو شمیر او شدت زیات کړي.
انځور: Valery Hache/AFP/Getty Images
GP/NZ/AG