د فرانسې د کورنيو چارو وزير، ژرالد دارمنن، ويلي دي چې دغه اورلګېدنه د فرانسې ليون ښار ته نژدې په وو-آن-وولن ولسوالۍ کې د هستوګنې په يو ساختمان کې رامنځ ته شوې ده. په وینا ېې د لسو مړه شوو کسانو په ډله کې ۵ ېې د ۳ تر ۱۵ کلونو پورې ماشومان دي.
وزير وويل چې تر اوسه د اورلګېدني دليل روښانه نه دی، خو دارمنن زياته کړه چې «ډیرې سناريوګانې موجودې دي او پلټنې به پیل شي.» هغه دغه راز ويلي دي چې هغه د اورلګېدني په تړاو له ولسمشر امانويل ماکرون، سره په تماس کې دی.
د فرانسې په پارلمان کي د محافظه کارو د مشر ټاکل
رويټرز خبري آژانس سهار شاوخوا اته بجې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې شاوخوا ۱۸۰ اوروژونکي د پېښې ځای ته رسيدلي دي. د فرانسې د کورنيو چارو وزير ويلي دي چې اور لا تر اوسه نه دی مړ شوی او هغه د پېښې ځای پر لور روان شوی دی.
زياته شوې ده چې دغه اورلګېدنه د جمعې ورځي سهار په لومړيو ساعتونو کې په یوه ۷ پوړيز رهایشي ساختمان کې رامنځ ته شوې ده. سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د پېښې په ځای کې ېې ېو امنيتي کمربند ایجاد کړی دی.
هاخوا ترکي چارواکي په یوه چاودنه کې د خپلو ۸ پولیسو او یو ملکي کس د ټپي کېدو خبر ورکوي. چاودنه د جمعې په ورځ داسې وخت شوې چې د پولیسو یو حامل موټر له سيمې تيرېده.
د سږکال سختي ګرمۍ د لسو زرو فرانسویانو ژوند اخیستی
د ترکېې د کورنيو چارو وزير سلیمان صويلو، ويلي دي چې دغه بمي چاودنه د ترکېې جنوب شرقي ښار دياربکر، ته نژدې چې ډېر اوسیدونکي ېې کردان دي شوې او په تړاو ېې دوه کسان نيول شوي دي.
د صويلو دفتر ويلي دي چې بم د خوراکي موادو یو مارکيټ ته نژدې د موټرو د پارکينګ په منځ کې ځای پر ځای شوو. منبع زیاته کړې چې ۸ پولیس او یو ملکي کس روغتون ته ليږدول شوي، خو دوی په خطرناک وضعیت کې نه دي.
فرانسه هم جرمني ته گاز لیږي
په استانبول کې چاودنه شوې
په سملاسي توګه د دغې چاودنې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستي، خو تر دې مخکې په سيمه کې د دا ډول ګڼو بریدونو تر شا کردي یاغیان پاتې شوي دي.
همدارنګه سخت دریځه چپیان او افراطيان هم په ترکېه کې په چاودنو لاس پورې کوي.
تېره میاشت په استانبول کې یوه بمي چاودنه وشوه چې پکې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او تر اتیا ډېر ټپیان شول. ترکېې د دغه چاودنې پړه د کردستان کارګر ګوند ( PKK) او همدارنګه هغوی پورې اړوند پر سوريايي کردي ډلو وراچوي. خو سوريايي کردي ډلو په یاده چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.
د ترکیې حکومت د استانبول د برید پړه پر وسله والو کردانو اچوي
پي کې کې له ۱۹۸۴ راهیسې په ترکيه کې جګړه کړې چې تر اوسه پکې په لسونو زره کسان وژل شوي دي. ترکيه، امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه پې کې کې د یو تروریستي سازمان په توګه پېژني.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.
له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:
کوم اروپايي هېواد قوي او کوم بيا کمروزی اقتصاد لري؟
په اروپايي ټولنه کې دننه د ژوند د سطحې توپيرونه ډېر زيات دي. خو دا چې د شتمنۍ اندازه څنګه او د کومو شاخصونو په ذريعه اټکل کيږي، له دې مخې د ځينو کړکېچنو هېوادونو په برخه کې د حيرانتيا وړ خبرې هم موجودې دي. انځور: picture-alliance/dpa/D. Kalker بلغاريا: ټيټ معاشونه، ټيټ عايدات بلعاريا د اروپايي ټولنې تر ټولو غريب غړی هېواد دی چې اداري فساد پکې هم تر ټولو عام دی. د آلمان د سوداګرۍ او پانګونې ادارې په حواله يې اوسط ناخالص عايد په ۲۰۱۸ کال کې په مياشت کې يوازې ۵۸۰ يورو وو. په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب خپلولو راهيسې ډېرو ځوانانو بلغاريې ته شا کړې، آن هغو خلکو هم چې ښه مسلکي زده کړې هم لري.
انځور: BGNES رومانيا: د اروپا په اقتصادي رديف کې دويم وروستی ځای لري په رومانيا کې ډېر ښايسته ځايونه شته لکه دلته د براسوف ښار، ځکه چې ډېر زاړه ښارونه پکې ډېر ښه ترميم شوي دي. په ۲۰۱۹ کال کې د نفر په سر د ۱۱۴۴۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره دغه هېواد د بلغاريې په پرتله لږ مخکې دی (يعنې د ۸۶۸۰ يورو په مقابل). خو د اروپايي کميسيون په حواله اوسط ناخلص معاشونه (په ۲۰۱۹ کال کې) په رومانيا کې ۱۰۵۰ يورو او په آلمان کې ۳۹۹۴ يورو وو.
انځور: Imago Images/Design Pics/R. Maschmeyer يونان: له کړکېچه تر کړکېچه دغه هېواد ايله د پورونو له کړکېچ څخه راوتلی وو. په تېره سياحت پکې په تېرو څو کلونو کې ښه نقش لوبولی وو. خو د کرونا کړکېچ له کبله يونان بيا تر فشار لاندې راغلی او اروپايي مرستو ته اړ دی. د آلمان په پرتله دغه هېواد غريب دی، خو د نفر په سر د ۱۷۵۰۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره هغه له بلغاريې څخه دوه برابره بډايه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/VisualEyze فرانسه: د کور لرونکو هېواد کله چې د اوسط معاش خبره مطرح وي، نو آلمانان له فرانسويانو مخکې دي. خو په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۶۵۰۰ يورو خالصې شتمنۍ په لرلو سره فرانسويان تقريبا ۱۰ زره يورو ورڅخه بډايه دي. يو علت يې دا دی چې په آلمان کې لږ خلک املاک لري. خو په فرانسه کې ډېر خلک حتی په اطرافو کې يو بل دويم کور هم په اختيار کې لري.
انځور: picture-alliance/dpa/Mahaux-AGF ايټاليا: وده نشته، اصلاحات پڅ دي، پوروړتيا لوړه ده ايټاليا په اروپا کې د کرونا له کبله ډېره ځپل شوې ده. تر دوو لسيزو ولاړ اقتصادي حالت وروسته ايټاليا اوس د اروپايي ټولنې له خوا د کرونا مرستو د وېشلو څخه ډېره ننګه کوي. په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۹۶۱۰ يورو ناخالص داخلي عايد په لرلو سره ايټاليا لږ د اروپا د اوسط عايد تر سطحې لاندې راغلې ده.
انځور: AFP/P. Cruciatti هسپانيا: له دويمې څپې څخه وېره د کوويد ۱۹ پېښو په ډېرېدو سره د کاتالونيا چارواکو په جولای کې بيا ګرځبنديز لګولی دی. دغه هېواد په سيلانۍ پورې ډېر اړ دی چې د ناخالص داخلي عايد څه باندې ۱۵ سلنه ورته برابروي. دغه هېواد په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۶۴۴۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره د اروپا د اوسط عايد تر سطحې لږ لاندې راغلی دی.
انځور: Reuters/N. Doce سويډن: ډېره شتمني، لوړه ماليه، ټولبنديز هم نه شته د سويډن هڅه دا وه چې بې له ټولبنديز څخه د کرونا له کړکېچ څخه تېر شي. پايله يې نسبتا ډېر مړي ول. په ۲۰۱۸ کې د نفر په سر د ۴۶۱۸۰ يورو په لرلو سره دغه هېواد له لوکسمبورګ، آيرلنډ، دنمارک او هالنډ وروسته په پنځم ځای کې قرار لري. د لوړې ماليې پرته سويډنيان په ۲۰۱۸ کال کې په اوسط ډول د ۲۷۵۱۱ يورو په لرلو سره لږ له فرانسويانو مخکې دي.
انځور: imago images/TT/J. Nilsson هالنډ: ډېر اقتصادي توان او ډېره شتمني نيدرلند يا هالنډ له سويډن، دنمارک او اتريش سره يو ځای د څلورو «سپما کوونکو» هېوادونو په ډله کې راځي. دغه هېوادونه د ايټاليې په څېر هېوادونو ته پرته د اصلاحاتو له غوښتنې د مليارډونو يورو لېږل ردوي. د نفر په سر (په ۲۰۱۹ کال کې) د ۲۶۸۰۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره هالنډيان له نورو سره يو ځای مخکښه دي. د نفر په سر د څه باندې ۶۰ زرو يورو خالصې شتمنۍ په لرلو ډېر پيسه داره هم دي.
انځور: picture-alliance/robertharding/F. Hall آلمان: بډای دولت، خو وګړي هومره بډای نه دي تر اوسه پورې آلمان له نوې وبا سره ښه مقابله کړې ده. خو اقتصادي لګښتونه يې هم ډېر زيات دي: صادرات راکم شوي او ډېر شرکتونه له سقوط سره مبارزه کوي. د اروپايي ټولنې د تر ټولو ستر اقتصاد په توګه د نفر په سر اقتصادي توان په ۲۰۱۹ کال کې ۴۱۳۴۰ يورو وو. خو آلمانانو په ۲۰۱۸ کال کې د نفر په سر يوازې ۱۶۸۰۰ يورو خالصه شتمني درلوده. په ايټاليا کې هم دغه شتمني دوه برابره زياته ده.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene