1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په فرانسه کې درې سیلانیان وژل شوي

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

د فرانسې په سویل کې د تیلو په یوه پمپ کې درې کسان په مرميوو ويشتل شوي او وژل شوي دي. ویل شوي دي چې ډزي دوو ځوانانو کړي دي. د اولیولس ښاروال له والدینو غوښتنه کړې ده چې پر خپلو اولادو څارنه وکړي.

Paris Frankreich Symbolbild Polizeiabsperrung
انځور: Reuters/E. Duvignau

د یکشنبې په ماښام ناوخته د فرانسې په اولیولس ښار کې د تیلو په یوه پمپ کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د یوې ځایي رسنۍ د رپوټ له مخې وژل شوي کسان دوه نارینه او یوه ښځه ده.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې پيښه د یکشنبې په ماښام د سیمې په وخت اته بجې هغه مهال رامنځ ته شوه چې دوو زلمکیو د تولون ښار په اطرافو کې د تیلو په پمپ کې ډزې وکړي. دا لا معلومه نه ده چې آیا په دغه پيښه کې نور کسان هم ښکیل دي که نه.

د وژل شوو کسانو هویت په ډاګه شوی نه دی. خو فرانسوي چارواکي وایي چې داسې نه بریښي چې هغوی دې هدف ول.

د برید کوونکو لټون روان دی

د اولیولس ښاروال روبرت بنیفنتي، ویلي دي چې شکمن کسان چارواکو له مخکې پيژندل او باور کیږي چې په محلي کچه په جرمي فعالیتونو کې ښکیل دي. هغه د فار مارتین، په نوم له ځایي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې دغي پيښې متاثره کړی دی. هغه له میندو او پلرونو غوښتي دي چې پر خپلو اولادونو جدي پاملرنه وکړي او خبرداری یې ورکړی دی چې داسې کوم جرم نه شته چې عواقب و نه لري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر، د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د عاملینو د تشخیصولو او نیولو له پاره له ټولو امکاناتو کار اخیستل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب