په فرانسه کې د افغان او افریقایي مهاجرو تر منځ اخ او ډب
۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې شا او خوا ۲۰۰ افغان او افریقایي مهاجرو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی چې له ځینو سره د اوسپنو ډنډې هم وې. پولیسو پنځه شکمن کسان نیولي دي.
د معلوماتو له مخې د یوه خیریه سازمان له لوري د وړیا ډوډۍ د ویشلو پر مهال یو نشه مهاجر د شخړې د رامنځ ته کیدو سبب ګرځیدلې دی. د فرانسې په شمال کې د کالې بندر سیمه د مهاجرو له پاره د یوه مهم ځای په توګه انګیرل کیږي. هغوی هیله لري چې د مانش کانال له لارې ځانونه بریتانیې ته ورسوي، چیرې چې د یوه هوسا ژوند د برابریدو اټکل کوي.
د تیر مني په موسم کې امنیتي ځواکونو په کاله کې د مهاجرو یو ستر کمپ خالي کړ. دغه کمپ چې د «ځنګله کمپ» په نامه یې شهرت درلود په زرونو پناه غوښتونکي په دغه هیواد کې د مهاجرو بیلا بیلو کمپونو ته انتقال شوي وو. خو په دغه موده کې بیا هم ډیر شمیر پناه غوښتونکو د کاله بندر شا او خوا سیمو ته ځانونه رسولي دي.
حکومت اندیښنه لري چې ښايي په سیمه کې د مهاجرو خپلسري کمپونه رامنځ ته شي. د جولای میاشتې په پای کې د فرانسې یوې محکمې د لیلي ښار د محکمې هغه حکم تائید کړ چې اړونده ادارې په کاله کې د مهاجرو له پاره د اوبو رسولو او طبي خدماتو د برابرولو له پاره مکلفوي.