1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د يهودانو سل قبرونه زيانمن شوي

۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبه

د فرانسې د شتراسبورگ په لويديځ، الساس سيمه کې يو ځل بيا د يهودانو د قبرونو سپکاوی شوی دی. نامعلومو کسانو پر ۱۰۷ قبرونو د نازيانو سمبول رسم کړی او د يهودانو ضد شعارونه یې پرې ليکلي دي.

Frankreich Westhoffen Unbekannte schänden mehr als 100 jüdische Gräber im Elsass
انځور: picture-alliance/AP Photo

فرانسوي چارواکو د سه شنبې په ورځ ويلي چې د آلمان سرحد ته څيرمه يوه هديره کې یې ۱۰۷ داسې قبرونه موندلي چې د سپرې په واسطه پرې د نازيانو د مات سمبول نښان رسم شوی وو.

د شتراسبورگ ښار په لويديځ کې په پراته ښارگوټي ويستهوفن کې دغه پېښه په نزدې پراته کلي شافهاوسزر – څورن کې تر يوې ورته پېښې څو ساعته وروسته رامنځته شوې ده.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير کرستيف کاستنر د تويتر له لارې دغه پېښه د «کرکې وړ عمل» په توگه غندلې. هغه زياته کړې چې د عاملينو د پیژندلو او نیولو له پاره به له هرې لارې چارې کار واخيستل شي.

په داسې حال کې چې پوليسو خپلې پلټنې پيل کړي دي، سيمه ایزو چارواکو ويلي چې هغوی د دې ډول نورو بريدونو د مخنيوی په موخه يو لړ اقدامات پر لاره اچولي دي.

په فيبرورۍ میاشت کې هم په فرانسه کې د يهودانو تر ۹۰ زيات قبرونه زیانمن شوي انځور: Reuters/V. Kessler

الساس سیمه په دې وروستيو کې د راسسټي او د يهودانو ضد پېښو د لړۍ شاهده وه چې دې په فرانسه کې د زغم په اړه بحثونه راوپارول. د اروپايي هېوادونو له جملې څخه په فرانسه کې تر ټولو زيات يهودان ميشت دي.

په فبرورۍ میاشت کې هم د شتراسبورگ په شمال لويديځ کواتڅنهايم سيمه کې د يهودانو په يوه هدیره کې تر ۹۰ زيات قبرونه زيانمن شوي ول. د چارواکو په حواله د ۲۰۱۷ م کال په پرتله د يهودانو پر ضد د رپوټ شويو بريدونه شمير په ۲۰۱۸ م کال کې ۷۴ سلنه زيات وو.

bs/mq (AP,AFP,dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل