1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په فرانسه کې د چړې برید پنځه کسان وژلي

۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبه

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د پولیسو پر یوه مرکز باندې د چړې د یوه برید په پایله کې د څلورو پولیسو په گډون پنځه کسان وژل شوي دي. دغه بريد د پوليسو يوه کارکوونکي کړی دی.

Paris Frankreich Polizei Hauptquartier
انځور: Reuters/P. Wojazer

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې ۳مه نیټه) د پولیسو پر یوه مرکز باندې د چړې په برید کې څلور پولیس وژل شوي دي. د فرانسې د پولیسو د ټولنې د سرچینو په حواله د چړې په دغه برید کې یو بل پولیس ټپي شوی هم دی.

د یادې ټولنې مشر لویک ټراورز او د پولیسو چارواکو ویلي دي چې برید د یوه بل پولیس له خوا شوی او دا چې بریدګر وژل شوی دی.

په عین وخت کې د فرانسې رسنیو رپوټ ورکړی دی چې بریدګر د پولیسو د استخباراتي څانګې په اداري برخه کې بريد کړی دی. د فرانسې په تلویزیونو کې په خپرو شوو انځورنو کې د نوتره ډامي کلیسا ته څیرمه ګڼ شمیر د بیړنیو خدمتونو د وړاندې کولو موټر ښکاري.

د رپوټونو په حواله د پیښې سیمه کلا بنده شوې او د ریلونو تګ راتګ هم متوقف شوی دی. دغه پیښه د فرانسې په ایلي ډي لا سیټ سیمه کې شوې چې د پاریس په مرکزي برخه کې موقعیت لري.

پولیسو په سملاسي توګه د پیښې جزئیاتو او د بریدګر د انګیزې په هکله څه نه دي ویلي.

فرانسوي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر او د پاریس لوی څارنوال د پیښې ځای ته روان شوي دي.

په پام کې وه چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر نن ترکیې ته سفر کړی وای. د فرانسې لومړی وزیر ادوار فیلیپ هم د پيښې ځای ته ورغلی.

دغه پيښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته کیږي چې د فرانسې د پولیسو افسرانو په ټول هیواد کې په دغه ځواک کې د روحي ناروغیو د زیاتیدو پر ضد احتجاج کړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب