1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې ولې یو ځل بیا د پوړني پر سر بحث تود شوی؟

۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبه

په فرانسه کې د پوړني پر سر بحث دومره تود شوی چې آن ولسمشر ماکرون په کې هم مداخله کړې ده. هغه په تولوز کې د يوې فرانسوي آلمانۍ سرمشريزې پر مهال هم د ټولنې افراطي کېدل او هم له مسلمانانو سره تعصب رد کړی دی.

Frankreich Justiz l Schleierverbot
انځور: picture-alliance/dpa/I. Langsdon

د »لا کروا« ورځپاڼې د فرانسوي ولسمشر امانويل ماکرون په حواله لیکلي دي چې د فرانسې جمهوريت او ټولنه بايد ونه وېشل، او سره متحده پاته شي. د يوه سياسي فکري مرکز کارپوه، ستيفان روزس، پر ماکرون باندې د «ناوړه زړه نا زړه توب» تور پورې کړی دی. هغه د کاپ په نوم په يوه بنسټ پورې تعلق لري چې مخفف «کاپ» يې په فرانسوي ژبه د «مشورې، تحليل او لرليد» معنی ورکوي. د هغه په خبره هر نوی بريد لکه د پاريس د پوليسو پر ادارې باندې چې تر سره شوی وو، به د اسلامي سمبولونو او نښو نښانو په سر بحث بيا تود کړي. دغې موضوع ته د هغه په اند په تېره بيا اسلامپال او هغه سياسي ښي اړخي په منظم ډول لمن وهي چې له پردو کلتورونو څخه کرکه لري. 
يوازې له لائيسيزم يعنې د دين او سياست تر منځ د بېلتون  له نظريې څخه ملاتړ چې په فرانسه کې حاکمه سياسي تيوري ده، او له ځان څخه د مسئوليت لېرې کول د هغه په اند په دې برخه کې کومه مرسته نه کوي.

په فرانسه کې د پوړني په سر تاوده بحثونه کيږي

د پوړني يا زړوکي په سر د نوي بحث لامل د پاريس شمال ته پروت د کريل په ښارګوټي کې د اطفايې پا اور وژنې په يوه واحد کې يوه پېښه ده. د اطفايې يا اور وژنې د ادارې يوه کارکوونکي د يوه مکتب د زده کوونکو له خوا له دغې ادارې څخه ليدنه بنده کړې وه ځکه چې د شاګردانو يوې بدرګه کوونکې مور نه غوښتل چې خپل زړوکی يا ټیکری لېرې کړي. 
د فرانسې د ښوونې او روزنې وزير ژان ميشل بلانکېر، د رسنيو د راپورونو په حواله ويلي ول چې د پوړني په سرول «زموږ په ټولنه کې نامطلوب کار دی.» د بلانکېر په خبره د قانون له مخې په عامه محضر او په دې ډول د مکتب له خوا په يوه سفر کې هم د پوړني د په سرولو اجازه شته، خو «موږ نه غواړو چې دغه کار ته لا وده او هوا ورکړو».
د بورګوند په سيمه يز پارلمان کې تر دې مخکې د ښي اړخي ګوند «راسمبلن ناسيونال» استازي ژولين اودول، په عمومي ډول د پوړني د لېرې کولو غوښتنه کړې وه. د حاکم «لا رېپوبليک ان مارش» ګوند استازي اوريلين تاش، له دې کبله عصبانيت ښکاره کړی او ويلي يې ول چې دا د ولس د يوه ټاکل شوي استازي له خوا د مسلمانانو «سپکاوی» دی. 
KNA/NS/MS

په فرانسه کې د اسلام او پوړني په سر بحثونه دوام لريانځور: AP
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب