1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په فراه کي طالبانو او عسکرو ته سخت تلفات اوښتي دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

د فراه ولايت چارواکي وايي چي د مخدره موادو پر کارخانو باندي په بمبار کي وسله وال طالبان وژل سوي، خو يو ولسوال وايي چي وژل سوي طالبان نه بلکي ملکيان دي. په يوه بله پېښه کي بيا ۲۰ عکسر وژل سوي دي.

Khost Polizeistation
انځور: DW

تیره ورځ افغان ځواکونو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې هوايي عملیات تر سره کړل چې ویل شوې وه هلته ۱۸ طالبان وژل شوې او د نشه یې توکیو د تولید ۳۵ کارخانې له مینځه وړل شوې.

 خو اوس د فراه د بکواه ولسوال عبدالغفور واېې چي هلته تر ۴۵ هغه کارګر او ملکيان وژل شوې چې یا یې په سیمه کې د نشه یې توکیو په تولیدي کارخانو کې کار کاوه یا یې کورونه همدې کارخانو ته نیږدي وه.

عبدالغفور دويچه ويله ته وویل: «پر یادو کارخانو او شاوخواه کلیو په بمبار کې ۳۵ کسان هغه کارګر وژل شوي چې د تاریاکو د پخولو په څو کار خانو کې یې کار کاوه او د همدې کارخانو تر څنګ د خلګو کورونه هم موجود دي چې څلور کورونه هم بمبار شوې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.»

بله خوا بيا د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمد نعيمي ويلي دي چي وسله والو طالبانو تيره شپه د دغه ولايت د گلستان ولسوالۍ په توت او چکاو سیمو کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه برید کړی چې د ملي اردو ۲۵ سرتیري پکښې وژل شوي دي.

هاخواه د فراه د بکواه ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی عبدالغنی واېې په یادو هواېې بریدونو کې یو طالب هم نه دی وژل شوی ځکه طالبانو هلته نه شته او دا د قاچاقبرو او سوداګرو ځایونه وه نو ځکه پکې ټول مزدوران او هغه کسان وژل شوي چې د تاریاکو او هیروینو په پخیدو کې یې مهارت درلود.

بله خواه د صفی الله په نوم د هرات یو تن اوسیدونکی چې سهار یې له نیمروز څخه هرات ته سفر کړی وو، وايي چې سهار وختي د هرات - کندهار لویه لار د توت په سیمه کې دوه ساعته د ترافیکو پر مخ تړلې وه او شاوخواه طالبان ولاړ ول، خو وروسته چې طالبانو سیمه پریښودل بیا نو دوی ته د تګ اجازه ورکړل شوه.

د صفې الله په خبره هلته په سیمې کې خلګو ورته ویلې وه چې طالبانو د ملي اردو قرارګاه نیولې او ډیر عسکر یې وژلې او یوشمیر یې ژوندي نیولې.

بل لور وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فراه کي د ملي اردو پر عسکرو باندي بريد تائيد کړی دی.

عتيق الله مطمئن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب