1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په فراه کې د ۳۷ محلي پولیسو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی

۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبه

د ځایي چارواکو په خبره په فراه ولایت کې د یکشنبې په شپه د وسله والو طالبانو په برید کې ۳۷ ځايي پولیس وژل شوي دي.

Karte Afghanistan Provinz Farah Deutsch
انځور: DW

د پارلمان وکیلي حمیرا ایوبي، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په خاک سفید ولسوالۍ کې د خوست کلي په سیمه کې د یکشنبې په شپه طالبانو برید کړی. د هغې په خبره جګړه اوس هم روانه ده.

د فراه د ولایتي شورا غړي عبدالصمد صالحي، نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې نور ۱۵۰ پولیس له دغه کلي لادرکه دي. د صالحي په خبره په خوست کلي کې د ځايي پولسو ۲۰۰ نفري قطعه ځای پر ځای وه. صالحې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې یاغیانو په کلي کې یو شمیر کورونو ته اور ورته کړی دی.

میرمن ایوبي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې طالبانو د یکشنبې په شپه د ښار په څنډه کې د پولیسو پر دوو یا درو پوستو بریدونه کړي دي او هر څه یي ویجاړ کړي دي. میرمن ایوبي ادعا کوي چې له حکومت سره په دغه ولایت کې د خراب امنیتي وضعیت په هکله بحثونه شوي او په خبره یې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو شمیر باید ډیر شي. هغې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت نازکه بللی دی.

د روان میلادي کال د می میاشتې په نیمایي کې طالبانو د فراه ښار ځینې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وي او افغان امنیتي ځواکونو د دغو ساحو د بیرته د کنترولو له پاره څو ورځې جګړه کړې وه. تر دې دمخه د تیرې سه شنبې په ورځ په دغه ولایت کې طالبانو پر یوې پوځي اډې باندې برید کړی وو چې په پایله کې یي ۲۵ امنیتي پرسونل وژل شوي وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب