1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايان او روسان په فضا کې يو بل ته ورغاړې وتل

۱۴۰۰ اسفند ۲۸, شنبه

نن ورځ د روسي او امريکايي ورورۍ تصور ډېر سخت دی. خو تر ځمکې هاخوا په فضا کې دغسې څه امکان لري. روسي ستورمزلو ته په نړيواله فضايي اډه کې تود هرکلی وشو.

ISS Ankunft russische Kosmonauten Ukraine Outfit
انځور: Roscosmos via AP

نن ورځ د روسي او امريکايي ورورۍ تصور ډېر سخت دی. خو تر ځمکې هاخوا په فضا کې دغسې څه امکان لري. روسي ستورمزلو ته په نړيواله فضايي اډه کې تود هرکلی وشو.

د روسي ستورمزلو فضايي الوتنه بريالۍ وه: اولېګ آرتېميف، دنيس ماتويېف او سرګي کورساکوف له خپلې سويوس ام اس ۲۱ ډوله فضايي بیړۍ سره نړيوالې فضايي اډې ته ورسېدل. دغه څه د متحده آيالاتو د فضايي ادارې ناسا په انځورونو کې ليدل کيږي. هلته ورته د دوی روسي همکارانو انتون شکاپلروف او پيوتر دوبروف او امريکايانو مارک وېندې های، مارکوس مارشبرن، راجا چاري او کيلا بارون او همداراز آلماني ماتياس ماورېر هر کلی وکړ. هغوی لاسونه سره ورکړل، چک چکې يې وکړې او يادګاري عکسونه يې ورسره واخيستل.

آلماني ستورمزلي د سالګرې ډوډۍ بلنه ورکړه

ماورېر، چې د جمعې په ورځ يې خپله ۵۲مه کليزه په فضا کې ولمانځله، مخکې لا ويلي وو چې غواړي ټوله عمله ډوډۍ ته راوبولي. د آلمان د زارلند آيالت اوسیدونکي دغه ستورمزلي وويل چې »زه غواړم تر ټولو ښه شيان ورته وړاندې کړم، يعنې د زارلند خواړه.«

د ستورمزلو يادګاري انځورانځور: Roscosmos via AP

دغه فضانورد هم د نومبر په ۱۱مه له خپلو درو امريکايي همکارانو سره نړيوالې فضايي اډې ته رسېدلی وو. هغه دولسم آلمانی دی چې فضا ته يې الوتنه کړې او څلورم آلمانی دی چې نړيوالې فضايي اډې ته رسېدلی دی. درې واړو روسي فضانوردانو فضايي اډې ته تر رسېدو درې ساعته مخکې د قزاقستان له بايکونور اډې څخه الوتنه پيل کړې وه.

تر دې پخوا به تل يو امريکايي ناسا يا د اروپا د فضايي ادارې ايسا کوم ستورمزلي د روسانو په سويوس راکټ کې هم ورسره سفر کاوه. خو د متحده آيالاتو فضايي اداره ناسا اوس نړيوالې فضايي اډې ته د پرواز له پاره له امريکایي فضايي سفينو څخه استفاده کوي.

ن.ص./خ.ح. (آ. دويچه ويله)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب