1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلیپین کې زورور توپان له ۱۰۰ ډیر کسان وژلي

زمزمه نیازۍ |آلمان خبري آژانس،فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۱۵, پنجشنبه

په فلپین کې یوه مرګونې توپان له ۱۰۰ څخه زیات کسان وژلي او ډېر نور یې لادرکه کړي دي. چارواکو له توپان وروسته په دغه هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

له دغه شدید توپان سره سیلاب هم مل و.
دغه توپان سلګونه کسان بې ځایه کړي دي.انځور: Jacqueline Hernandez/AP Photo/picture alliance

د فلپین چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ( د نوامبر ۶ مه ) نیټه وویل چې د کلماګي توپان له امله د مړو شمېر ۱۱۴ ته لوړ شوی او له  ۱۲۷ کسان لا درکه دي.
له طبیعي پیښو سره د مبارزې چارواکو ویلي چې د دغه توپان له امله  له ۵۰۰ ډیر خلک بې ځایه شوي دي.

له دغه توپان سره سیلاب هم راوتلی چې په دغه هیواد کې بې مخینې ګڼل کیږي.د قربانیانو ډیره برخه، ۷۱ کسان په سبو ولایت کې ثبت شوي.

د ملکي دفاع د دفتر مرستیال، برنارډو رافیلیتو الیخاندرو وویل چې په سبو کې ۶۵ کسان لا هم  لادرکه دي. د نیګروس اوکسیډینټل او نیګروس اورینټل ولایتونه هم سخت زیانمن شوي دي. په دواړو ولایتونو کې د دیرش کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی او ۶۲ نور لادرکه دي.

په نورو ولایتونو کې د دیارلس کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی. شپږ کسان د پوځي چورلکې د غورځېدو له امله مړه شوي چې د توپان د زیان ارزولو لپاره لیږل شوې وه.

د ژغورنې کارمندان هڅه کوي چې په سبو او نیګروس ولایتونو کې د سیلابونو او د ځمکې ښویدنې له امله رامنځته شوی حالت پاک او لادرکه خلک وژغوري. د سبو په ځینو سیمو کې، سیلابونه دومره سخت وو چې موټرونه یې له سړکونو په کورنو غورځولي دي.

د بل توپان لپاره چمتووالی

د فلیپین د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې یو نوی استوایی توپان د فیلیپین ختیځ او شمال ته روان دی او تمه کیږي چې د جمعې یا شنبې په ورځ ځمکې ته ورسیږي. دغې ادارې ویلي اټکل کیږي چې د فونګ-وانګ په نوم را روان توپان چې « په چټکۍ سره شدید کیږي ښایي سبا جمعه په توپان او د شنبې په ورځ په سوپر توپان بدل شي.»

فیلیپین په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۲۰ توپانونه  تجربه کوي. په ۲۰۲۳ کال کې، یوه شدید توپان په دغه هیواد کې ۶۳۰۰ کسان ووژل.

 

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل