1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فلیپین کې توپان ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبه

په فلیپین کې توپان سختې ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه توپان ۱۳ کسان وژلي دي. سرعت يې په ساعت کې کابو ۲۰۰ کیلومترو ته رسید.

Philippinen Taifun Phanfone
انځور: AFP via Getty Images

د فلیپین د چارواکو په وینا د فان فون، په نوم توپان له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۱۳ تنو ته رسیدلی دی. چارواکو اندیښنه څرګنده کړې ده چې ښایي د تلفاتو شمیر لوړ شي، ځکه چې لاهم د یو شمیر لادرکه شوو کسانو لټون ادامه لري. تائید شوي تلفات د الیولو، لیته او کاپیز په ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.

په زرونو کسان اغیزمن شوي

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د توپان سرعت په یوه ساعت کې تر ۱۹۵ کیلومترو ته رسید.

انځور: PAUL CINCO via REUTERS

په لسونو زره کسان د توپان له کبله بې کوره شوي او یا هم د رامنځ ته شویو ویجاړیو له کبله د خطر احساس کوي. د مخابراتي اړیکو ټینګول ستونزمن شوي او د انټرنټ او موبایل خدماتو ته ډیر لږ لاس رسی شته.

دغه توپان تر ۲۴۰۰۰ زیات کسان خپلو کورونو پریښودو ته اړ ایستي او زیاتره یې بیړنیو مرکزونو کې پناه اخیستي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل