نن شاوخوا ۴ اعشاريه ۳ ميلیونه په شرایطو برابر فنلنډيان د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو له پاره رايې ورکوي. د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ټاکنو له لومړي پړاوه راوتلي دوه مخکښ نوماندان هر يو پخوانی محافظه کار صدراعظم، الکساندر شتوب او د فنلنډ له زرغون ګوند څخه پخوانی خارجه وزير، پکا هاویستو، ولاړ دي. پکا هاویستو د یو خپلواک نوماند په توګه ولاړ دی.
د فنلنډ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو د جنوري په ۲۸مه ترسره شو چې شتوب پکې د ۲۷ اعشاريه ۲ سلنې رايو په ګټلو په لومړی او پکا هاویستو د ۲۵ اعشاريه ۸ سلنې رايې په ګټلو دوهم شو.
فنلډیان داسې وخت خپل نوی ولسمشر ټاکي چې په ناټو سازمان کې د فنلنډ له ورګډېدو سره د اروپا په جيوپولټيکه فضا کې بدلون رامنځ ته شوی دی. په دې اساس، د راتلونکي ولسمشر له پاره به یوه تر ټولو د ننګونو ډکه مسئله د هيلسنګي او مسکو تر منځ د روابطو څرنګوالی وي کوم چې په اوکراین کې د روسيې له پوځي يرغل سره خرابې شوي دي.
د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسې پوځي یرغل فنلنډ وهڅاوه چې نور د لسیزو له پاره له پوځي تړونه له لرې پاتې کېدو تېر شي.
فنلند د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې پریکړه وکړه چې د ناټو سازمان غړی شي. روسيه چې له فنلنډ سره ۱۳۴۰ کيلومتره ګډ سرحد لري، فنلند ته ېې د «متقابلو اقداماتو» فوري خبرداری ورکړ.
په دې لړ کې فنلنډ د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د خپل شرقي سرحد له لوري د وېزې پرته مهاجرو له څپو سره مخ شو.
هېلسينګي د دغه وضعیت پړه پر مسکو واچوله او وې ويل چې مسکو له دغو مهاجرو څخه د فنلنډ د بې ثباته کولو له پاره کار اخلي چې په نومبر کې ېې خپل شرقي سرحدونه وتړل.
الکساندر شتوب او پکا هاویستو چې دواړه د فنلنډ خارجه وزیران پاتې شوي دي، د روسيې په تړاو مشترک دريځ لري. دوی دواړه د اوکراین له پاره پر مسکو د لاډېرو تحریمونو ملاتړ کوي. هاویستو د پنجشنبې په ماښام پر تلویزيون وويل چې «اروپايي ټولنه کولای شي اوکراین سره لا ډېرې مرستې وکړي.»
شتوب بیا وويل: «د اوکراین لار زموږ لار ده او په اوس وخت کې هغوی د اروپايانو د آزادۍ له پاره جنګیږي. هغوی [اوکراینیان] د ټول هغه ملاتړ وړ دي چې موږ کولی شوي ورڅخه ېې وکړو.»
(AFP)mks/akh
له آرشیف څخه (20.09.2017):
د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې عجايب انتخابات
انتخابات نږدې د نړۍ په هر هیواد کې ترسره کیږي، خو دا بیا په هر ځای کې ځانته ځانګړنې لري او په ترڅ کې یې یو شمیر حیرانونکي پیښې هم رامنځته کیږي. له فضاء څخه د رای لیږدولو نیولې بیا د تشلو په وسیله تر رایو شمیرنې پورې.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/S. Purkaitپه ټاکنو کې د رای ورکونې عمر د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې توپیر لري. د بیلګې په توګه د اتريش او برازیل اتباع له ۱۶ کلنۍ او د اندونیز تر ۱۷ کلنې وروسته خپلې رای کارولی شي. په ډیرو هیوادونو کې د رای ورکونې له پاره ۱۸ کاله معیار ټاکل شوی دی. د سویلي کوریا اتباع تر ۲۰ کلنۍ او د کامرون تر ۲۱ کلنۍ وروسته خپلې رای کارولی شي. د آلمان ایالتي ټاکنو له پاره ۱۶ او عمومي ټاکنو له پاره ۱۸ کلني معیار ګرځول شوی.
انځور: Imago/blickwinkelپه شمالي کوریا کې هم په هرو پنځو کلونو کې د ولسي جرګې د استازو د ټاکنو له پاره عمومي انتخابات کیږي. هره سیمه یو نوماند لري چې البته د ولسمشر کم جونګ اون له خوا غوره کیږي. هغه کسان چې د وړاندیز شوي نوماند مخالف وي باید په ښکاره ډول په ځانګړو صندوقونو کې خپلې رای واچوي. دا کار د دې ښکاریندویې کوي چې د مخالفې رای کارونه به آسانه کار نه وي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Sinmunد شمالي کوریا په ټاکنو کې ګډون اجباري دی چې سر شمیرنې ته ورته وي. د بیلګې په توګه د رایو پاڼې د کلي د نفوس پر ليست یا شمیر ویشل کیږي. که د یو چا نوم د رایو په ليست کې نه وي نوموړی کس له سختې سزا سره مخامخ کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAد نا ګډون په صورت کې جریمه
په یو شمیر دیموکراتیکو هیوادونو کې هم رای ورکونه اجباري ده. د بیلګې په توګه کله چې په ۱۹۲۲م کال کې د استرالیا په ټاکنو کې د خلکو ګډون تر۶۰ سلنه ټیټ شو، حکومت رای ورکونه اجباري کړه. د عذر پرته په ټاکنو کې د نه ګډون جریمه تر ۱۵ ډالرو لوړ وټاکل شوه.
انځور: picture-alliance/AA/R. Sakarد برازیل د سائوپاۍولو اتباع چې له فساد او سوء استفادې څخه ستړي شوي ول، د ښاري شورای د انتخاباتو له پاره یې د ښار له ژوبڼ څخه د «کاکارکو» په نوم یو کرګدن کاندید کړ. جالبه خو دا ده چې دغه کرګدن۱۰۰۰۰۰ رای ترلاسه کړې او د خبرونو په سرټکو کې یې ځای ونياوه. د کاکارکو د انتخاباتو مفهوم د اعتراضي انتخاباتو په معنی د برازیل سیاسي کلتور ته لاره پيدا کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Ossingerد سائوپائولو ښار یوه بله په زړه پوري پيښه. د الیویرا سیلوا په نوم یو جوکي یا ټوکي چې په برازیل کې ډیر مشهور وو د خپل ټاتوبي د استازي په توګه یې په ټاکنو کې ګډون وکړ. هغه د ۳ / ۱ میلیونه رایو ترلاسه کولو سره پارلمان ته لاره پیدا کړه. هغه په خپل ټاکنیز کمپاین کې دغه شعار لاره: «دا چې د کانګرس یو استازی څه کوي په رښتیا هم نه پوهیږم، خو ماته رایه راکړئ تر څو وروسته بیا تاسې ته ووایم».
انځور: picture-alliance/dpa/S. Moreiraپه ۱۹۹۷م کال کې د امریکا په تگزاس ایالت کې یو قانون تصویب شو چې امریکايې فضانوردان هم کولی شي په ټاکنو کي خپلې رای وکاروي. لومړۍ رایه امریکایې فضانورد دیوید آ. ولف (منځنې کس)، په ۱۹۹۷ کال کې له فضاء څخه وکاروله.
انځور: picture-alliance/dpaپه هند کې تر۸۰۰ میلیونو ډیر خلک د رای ورکونې د شرایطو درلودونکي دي. حکومت د دغو پراخو ټاکنو ترسره کولو له پاره په اونیو اونیو وخت ته اړتیا لري. د بیلګې په توګه په ۲۰۱۴م کال کې د پارلمان د ۵۴۳ استازو د ټاکنې له پاره د انتخاباتو لړۍ پنځه اونۍ وخت ونیو.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/S. Purkaitد ګامبیا هیواد ۵۸ سلنه خلک بی سواده دي. د دې ځای خلک په یوه فلزي سطل کې چې د نوماند انځور پرې لګیدلی وي د یوې مردکي (تشلې) په اچولو سره خپله رای کاروي. په سطل کې د تشلې تر لوېدلو وروسته یو غږ(ډنګ) اوریدل کیږي، که چیري دا ډنګ دوه ځله واوریدل شي مسئولین متوجه کیږي چې درغلي شوې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photoپه ګامبیا کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ځانګړو ابزارو څخه استفاده کوي، تر څو هغه تشلی چې د رایو په توګه په صندوق کې اچول شوي دي په سمه توګه وشمیرل شي.
انځور: picture-alliance/AA/Y. Sama