1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

په فيلیپین کې سخته زلزله؛ ډېر کسان مړه سوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۹, چهارشنبه

په فيلیپین کې یوې سختې زلزلې د لږ تر لږه ۶۹ کسانو ژوند اخیستی دی. د قربانیانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. د روغتونونو مخې ته د جسدونو کتارونه جوړ سوي دي.

دچارواکو په حواله ډیر کسان د خاورو او ویجاړیو له امله اغیزمن سوي دي.
په فيلیپین کې سخته زلزله؛ ډېر کسان مړه سويانځور: Alan Tangcawan/AFP

د فيليپين د ملکي خوندیتوب ادارې يوه چارواکي برنارډو رافیلیتو الیخاندرو څلورم، وویل چې د مړه سوو کسانو شمیر ممکن نورهم لوړ سي، خو هغه هیله لري چې دغه رقم به له سلو کم پاته سي.

د نوموړي په خبره ډېر کسان د خاورو او ویجاړیو له امله اغیزمن سوي دي. لږ تر لږه ۱۴۰ کسان ټپیان سوي دي. خو د لادرکه کسانو د شمیر په هکله لا معلومات په لاس کې نسته. چارواکي له یوه «ناورین» څخه خبره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې (USGS) د معلوماتو له مخې، د ریشتر په مقیاس د ۶،۹ درجې زلزلې د سه شنبې په ماښام ناوخته (ځایي وخت) د سیبو او لیټ ساحلونو ته نږدې د لسو کیلومترو په ژوروالي کې د جنوب ختیځې آسیا دغه ټاپو هیواد ولړزاوه.

اړوند:د خوراکي توکو ذخیره کول او تخلیه؛ چین او فلېپين يوه سخت ستر طوفان ته چمتووالی نيسي

د فیلیپین د اورغورځونې او زلزلې پېژندنې د انسټیټیوټ په وینا، تر دې دمه پورې تر ۶۰۰ ډیرې کوچنۍ زلزلزې هم رامنځته سوي دي چې شدت یې تر ۴،۸ درجو پورې و. په هغه ماښام لا د یو متر لوړو څپو سره مل احتمالي څونامي خبرداری ورکړل سوی و.

د سیبو او لیټ ولایتونه ډیر زیات نفوس لري، چې په مجموعي ډول دلته تقریباً شپږ میلیونه انسانان ژوند کوي. دغه ولایتونه د پلازمینې مانیلا جنوب لور ته په ۵۰۰ کیلومترۍ موقعیت لري.

الیخاندرو وویل: "موږ باور لرو چې نوموړې زلزلې یو لوی ناورین رامنځته کړی دی. نور کوچني ټکانونه لا هم دوام لري، او ډېر خلک نه غواړي خپلو کورونو ته بیرته ستانه سي، په ځانګړې توگه په بوګو سیتي کې." نوموړي ساحلي ښار تر ټولو ډیر تلفات زغملي دي: د ناورین د مدیریت د ادارې په وینا، په دغه ځای کې لږ تر لږه ۳۰ کسان د مځکې ښویدنې له امله مړه سوي دي.

فیلیپین په اصطلاح د آرام سمندر د اور په حلقه کې پروت دی، د اورغورځونې داسي یو کمربند چې ارام سمندر یې له دریو خواوو محاصره کړی دی. دا په مځکه کې له جیولوژیکي پلوه ترټولو زیات فعال زون دی، چې ډېر وختونه له زلزلو او اورغورځونو څخه اغیزمن کیږي.

دا هغه ځای دی چې د مځکې د قشر مختلف پلیټونه سره ټکر کوي، چې د ټیکټونیکي بدلونونو سبب گرځي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب