1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قاهره کي د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ او ډب پيښ شوی

۱۳۹۱ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په قاهره کې د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ په اخ او ډب کې د ډاکټرانو د وینا له مخې ۷۰ تنه ټپیان شوي دي. د مصر هیواد په پلازمینه قاهره کې په سلگونو لاریون کوونکو پر امنیتي ځواکونو تیږې ورولي دي او امنیتي ځواکونو په ځواب کې له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار اخیستې دی.

تر دې د مخه په سلگونو مظاهره کوونکو یو سېميټي دیوال هم ړنگ کړی دی، دغه سېميټي دیوال تیر کال جوړ کړل شوی وو چې د تحریر میدان له څلور لارې څخه د پوځونو د اصلي مقر پر وړاندې د مظاهره کوونکو مخه ډب کړای شي. لاریون کوونکو غوښتل چې د هغه ۴۵ کسانو په یاد یوه غونډه تر سره کړي چې تیر کال د نوامبر په میاشت کې د مصر د واکمنۍ پوځي شوری پر وړاندی د احتجاج په دوران کې وژل شوي وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب