1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیست غونډې مهم ټکي

۱۳۹۹ شهریور ۲۲, شنبه

تر ډیر اوږده ځنډ وروسته بالاخره په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پرانیست غونډه وشوه. د ځینو ویناوالو د خبرو مهم ټکي دلته لوستلی شئ.

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

غونډې ته د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، په خپله وینا کې د سولې په رامنځ ته کیدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانان له دې ارادې سره دلته راغلي دي چې په افغانستان کې څلویښت کلنې جګړې ختمیدو ته د حل لاره وموندل شي. د هغه په خبره «زموږ خلک داسې سیستم غواړي چې د اساسي قانون پر بنیاد رامنځ ته شوی وي.» عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د ټول شموله نظام یادونه هم وکړه او په عین وخت کې یې د پرمختګونو حفظول هم یاد کړل. هغه وویل چې د افغانستان خلکو ته تیر وخت ته بیرته ستنیدل د منلو وړ نه دي.

د ملي مصالحي د عالي شورا مشر په خپلو څرګندونو کې وویل که چیرې داوړه لوري لاسونه سره ورکړي او «په صداقت سره د سولې له پاره کار وکړي نو په هیواد کې به روانه بدمرغي پای ته ورسیږي.»

غونډې ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دغې ډلې مرستیال ملا برادر اخند، په خپله وینا کې وویل چې طالبان له متحده ایالاتو سره شوي تړون ته ژمن دي او له امریکا څخه ورته غوښتنه لري. هغه وویل: «موږ غواړو افغانستان داسې اسلامي نظام ولري چې د ولس ټولې پرګنې پکې له کوم تبعیض پرته خپل ځان وویني.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم غونډې ته وینا وکړه او افغانانو ته په خطاب يې وویل چې د سیاسي سیستم خوښه ستاسو خپله ده او متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیري اينه ماري اريکسون سوريده هم دغه غونډې ته وینا وکړه او هغې دغه ورځ د یوه تاریخي سفر په توګه یاده کړه، ویې ویل چې دا به یو اوږد او له ننګونو ډک سفر وي، خو که اراده موجوده وي نو پر ننګونو برلاس کیدل ممکن دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ئي وویل چې دا د افغانستان په تاریخ کې مهمه ورځ ده چې د مذاکراتو اوږد بهیر هم آسانه نه وو، او دا کار د افغانانو، ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې له ژمنتیا پرته ممکن نه وو. هغه وویل چې دغه مذاکرات د افغانستان اوږدې شخړې ته د ختمیدو له پاره یوه کړکۍ پرانیزي. هغه په خپله وینا کې د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مشرۍ پر خبرو اترو ټینګار وکړ.

د المان د بهرنیو چارو وزیر هايکو ماس وویل چې ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه افغانان دغه غونډه څاري. هغه وویل چې په دې کې شک نه شته چې «خبرې اترې به ستونزمنې وي، توقعات لوړ دي، افغانان د جګړې ختمیدل او د سولې راتللو هیله لري، څو په عزت او سوله کې ژوند وکړي.» هغه یادونه وکړه چې افغانستان او جرمني تر سلو کلونو زیاتې مودې څخه دوستي لري او هیواد یې د دغه مذاکراتو د بریالي کیدو په برخه کې ملاتړ ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي وویل چې پاکستان د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د تړون د رامنځ ته کیدو په برخه کې تسهیلونکی رول لوبولی. هغه وویل چې دوی خپل مسئولیت سر ته رسولی دی او اوس باید افغان مشران له دې فرصت څخه په ګټې اخیستلو سره په ګډه کار وکړي او یو هر اړخیز سیاسي جوړ جاړي ته ورسیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمنيام جيشنکار هم دغه غونډې ته وینا وکړه. هغه وویل چې د سولې هر ډول پروسه باید د افغانانو ترمنځ د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.