په قطر کې د «سوریې د دوستانو» په نوم د ډلې غونډه
۱۳۹۲ تیر ۱, شنبهد یوولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون دوویشتمه) د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې راغونډیږي تر څو د سوریې د پاڅون کوونکو د موضوع پر سر خبرې اترې وکړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزیر جان کیري، هم په دغه غونډه کې د ګډون له پاره د جمعې په ورځ له متحده ایالاتو څخه د قطر پر لور وخوځید.
د قطر په پلازمینه دوحه کې د دغه کنفرانس په څنډه کې د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ په نوم د پاڅون کوونکو مهمې ډلې د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی نوې وسلې تر لاسه کړي دي.
د سوریې د آزادي بخښوونکي پوځ د رسنیو ویاند لوی مقداد، په دغه مرکې کې ویلي دي: «موږ یو شمیر نوې وسلې په شمول د هغو چې موږ یې غوښتنه کړې وه تر لاسه کړي دي او موږ په دې باور یو چې دا به د جګړې په وضعیت کې بدلون رامنځ ته کړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ په لومړیو کرښو کې د دغو وسلو ویشل پیل کړي دي او دغه وسلې به د مسلکي افسرانو او د سوریې د آزادي بخښونکي جنګیالیو په اختیار کې وي.» خو دغه ویاند دا خبره په ګوته نه کړه چې دغه وسلې د کوم لوري راغلي دي.
د سوریې د اپوزیسیون یوه بل مخکښ مشر برهان غلیون، ویلي دي چې د سوریې آزادي بخښوونکي پوځ عصري وسلې چې په کې د دافع هوا سیستم هم شامل دی تر لاسه کړي دي.
د سوریې د پاڅون کوونکو د وسلو د تر لاسه کولو خبر په داسې وخت کې خپریږي چې د امریکا متحده ایالاتو وروسته له هغې چې د بشارالاسد له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعا یې وکړه، د سوریې پاڅون کوونکو سره د مرستو د ډیریدو ژمنه وکړه. دمشق بیا دغه ادعاوې ردوي چې ګواکې له کیمیاوي وسلو یې کار اخیستی دی.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلې دي چې د متحده ایالاتو استخباراتي اداره CIA او ځانګړي پوځونه د څو میاشتو راهیسې د سوریې پاڅون کوونکو ته روزنه ورکوي.
په واشنګټن کې چارواکو د جمعې په ورځ ویلي دي چې د متحده ایالاتو پوځ په اردن کې د خپلو سرتیرو حضور زر تنو ته لوړ کړی دی.
متحده ایالات له سوریې څخه اردن ته د تاوتریخوالي د ممکنه څپې د وراوښتو څخه اندیښنه لري. اردن د متحده ایالاتو د نزدې ملګرو څخه شمیرل کیږي او پر دې سربیره په هغو دوو عربي هیوادونو کې شامل دی چې له اسراییلو سره یې د سولې تړون لاسلیک کړی دی.
د جان کیري سربیره به، د بریتانیې، مصر، فرانسې، آلمان، ایټالیې، اردن، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیران په دغه غونډه کې ګډون وکړي.