1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې د هند سفير له طالبانو سره کتلي

۱۴۰۰ شهریور ۹, سه‌شنبه

په قطر کې د هندوستان سفیر، په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر عباس ستانکزي سره کتلي دي. دا د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د هند او طالبانو ترمنځ لومړنۍ رسمي کتنه ده.

Katar Innerafghanisches Dialogtreffen über Wege zu Frieden in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

رويټرز خبري آژانس د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله ليکي چې په قطر کې د دوی استازي، ديپک ميټال، په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر له مشر، شیرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې دغه کتنه د طالبانو د غوښتنې پر اساس شوې ده.

هندوستان له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو څخه په دې خاطر اندېښنه لري، چې دغه ډله د هند له رقیب هیواد پاکستان سره نژدې اړيکې لري.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دغه کتنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د پاتې هندي اتباعو د خونديتوب په اړه خبرې کړي دي.

د هندوستان یوه ژوره اندېښنه دا ده چې د هندوستان ضد اورپکې به د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له قوله ویل شوي دي چې د هند سفير له ستانکزي سره په دغه کتنه کې پر همدې موضوع هم خبرې کړي او په دې تړاو يې د هندوستان اندېښنه ورسره شريکه کړې ده.