په قطر کې له طالبانو سره د آلمان حکومت د استازو مخفي مذاکرات
۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه![Katar Taliban Friedensgespräche](https://static.dw.com/image/56436636_800.webp)
د آلماني د دويم تلویزيون »زېد ډي ایف« او آلمانۍ ورځپاڼې «بیلد» د رپوټونو پر اساس، د آلمان حکومت استازو تیره اوونۍ د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو سره محرمانه مذاکرات ترسره کړي دي. د دغو رسنیو د رپوټونو په حواله، طالبانو ډاډ ورکړی چې غواړي په افغانستان کې د آلمان پوځ له پخوانيو محلي کارمندانو څخه محافظت وکړي.
خو په عین حال کې آلماني ديپلوماتان بیا د طالبانو پر ژمنو شک کوي. د یادو آلماني رسنیو رپوټونه وايي چې په دغو مذاکراتو کې د طالبانو د پلاوي مشري، عبدالحق واثق کوله. واثق چې د ګوانتانامو زندان یو پخوانی زنداني دی، طالبان یې «د افغانستان د اسلامي امارت د اروپايي څانګې مشر» بولي. په دغو مذاکراتو کې د آلماني پلاوي مشري د آلمان حکومت د کمیسار، یاسپر ويک له خوا ښودل شوې ده.
د یاد تلويزيون د رپوټ پر اساس، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت، طالبانو سره ملاقات تائید کړی، خو په اړه يې ډير جزئیات نه دي ورکړي.
آلمان په افغاستان کې خپل پوځي ماموریت، په امریکا متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال تر تروريستي بریدونو وروسته پيل کړ او سږکال يې پای ته ورساوه. د آلمان وروستي پوځيان د جون میاشتې په پای کې له افغانستان څخه ووتل.
آلمان په وروستیو کلونو کې خپل يو شمیر محلي افغان کارمندانو ته د امنيتي دلایلو له مخې په خپل هیواد کې پناه ورکړې ده. له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته اوس د افغان محلي کارمندانو په منځ کې د طالبانو له لورې د ګواښونو انديښنې ډيرې او د پناه غوښتنې تقاضا لوړه شوې ده.
تيره ورځ د افغان ژباړونکو لومړنۍ ډله کاناډا ته ورسيده. امریکا هم اعلان کړی چې د افغان محلي کارمندانو د مهاجرت پروګرام يې پراخ کړی دی. آلمان حکومت هم په وروستیو کې ويلي دي چې افغان محلي کارکوونکي يې باید را وايستل شي.
دويچه وله د/م.ک.ص./ب.ص.