1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

تيار خواړه يا فاست فوډ د زړه ناروغۍ خطر ډيروي

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

د ساينس او چاپيريال په برخه کې يوه هندي اداره وايي چې په پاکټونو او قوطيو کې بند ډیری تيار خواړه د انسان د روغتیا له پاره مضر دي. دغه اداره وايي دغه ډول خواړه، په انسانانو کې د زړه او شکرۍ په څير ناروغيو خطر ډيروي.

Symbolbild Pizza Lieferservice
انځور: picture-alliance/Photoshot

د هندوستان په پلازمينه کې د چاپيريال او سائنس په برخه کې مشهورې ادارې د «سائنس او چاپيريال له پاره مرکز» د دغه هيواد په مارکيټونو کې هغه مروج داخلي او بهرني تيار خواړه يا فاست فوډ چې په بندو قوطيو او کڅوړو کې مارکيټ ته راځي، په لابراتوارونو کې ټيست کړي دي. په دغو ټيستونو کې موندل شوې چې په دغه ډول خوړو کې له معينې اندازې څخه ډيره مالګه او غوړي کارول کيږي. يادې ادارې د روان کال د جولای او اکتوبر مياشتو ترمنځ موده کې په مارکيټونو کې چپس، مکروني، سوپ، برګر، پيزا او د ساندويچ په څير تيار خواړه چې په بندو قوطيو يا کڅوړو کې بازار ته راځي، پلټلي دي. دغې ادارې په ياده موده کې په هندي او بهرنيو کمپنيو کې د دا ډول خوړو ۳۳ نمونې په لابراتوار کې معاينه کړي دي. په دغو معايناتو کې موندل شوې چې په دې خوړو کې د مالګې او غوړيو اندازه له معينې اندازې څخه ډيره زياته ده.

د «سائنس او چاپيريال له پاره مرکز» د خوړو د ادارې د معيار د مخې د يو صحتمند انسان له پاره په ورځ کې ۵ ګرامه مالګه، ۷ ګرامه غوړي، ۳۰۰ ګرامه کاربوهايډريت يعني نشايسته او بوره لرونکي خواړه او ۲ اعشاريه ۲ ګرامه ترانسفيت سپارښتنه کوي.

انځور: etiennevoss - Fotolia

دغې ادارې په بازار کې د تيارو خوړو د کنترول په دې بهير کې د تيارو چپسونو پر شپږو نمونو، په عاجله توګه د پخيدونکو مکرونيو او سوپونو په درو درو، د يخچالي خوړو پر لسو، د برګرونو پر اتو، د سور کړي چرګ پر يو، د پيزا پر څلورو او د سانديچونو پر لس ډوله نمونو باندې څيړنې کړي دي.

د «سائنس او چاپيريال له پاره مرکز»  مشره سنيتا ناراين د دغه څيړنې د رپوټ په خپرولو سره وويل: «کومې نمونې چې موږ يې تيستونه ترسره کړل، په هغو کې د مالګې او غوړيو اندازه د انديښنې وړ حده ډيره ده. موږ د مصرف کونکو په توګه دا حق لرو چې پوه شو چې په پاکت کې څه دي. خو د خوړو په برخه کې زموږ مسئولې ادارې (د غذايي موادو د معياري او حفاظت سازمان) تر اوسه پورې په دې برخه کې هيڅ اقدامات نه دي ترسره کړي.»

ميرمن ناراين وايي پر پاکټونو او قوطيو باندې سره نښه د دې له پاره ده چې په هغو کې د شته خوړو په اړه معلومات په کې ليکل شوی وي، تر څو مصرف کونکو پوه وي چې هغه څه خوري. هغه وايي کله چې په تيارو خوړو يا فاست فود کې که د غوړيو، مالګې يا بورې اندازه ډيره وي نو ضروري ده چې دغه ډيروالی د پاکټ يا قوطيو په سر وليکل شي.

دغه اداره وايي چې د دغه ډول خوړو څخه استفاده په انسانانو کې د زړه، شکرې او د چاغيدو په څير ناروغيو خطر ډيروي.

د ويلو ده چې نن ورځ د نړۍ په کچه د فاست فوډ يا تيارو غذاو صنعت ډير پراخ دی او له دغه ډول خوړو څخه ډير انسانان په ځانګړې توګه ځوانان استفاده کوي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب