د امریکا متحده ایالاتو په لویدیځ د لاس اينجلس په ټوله سيمه کې وچ بادونه د اور د لا زیاتیدو سبب شوي دي. په مجموع کې په دغه سیمه کې شپږ ځايه اور لګېدلی دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې په لاس اينجلس کې د سترو اورلګيدنو له امله په ټولیزه توګه ۲۰۰۰ ودانۍ سوځیدلي او له ۱۰۰ زرو څخه زیات انسانان د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ سوي دي.
چارواکو د چهارشنبې په ماښام د سیمې پر وخت اعلان وکړ چې د «ایتون» په نوم اورلگیدنې د لاس اينجلس په شمال ختیځ کې ۹۷۲ ودانۍ ویجاړي کړي دي.
اړوند:
انځورونه: په امریکا متحده ایالاتو کې ژمنی طوفان
د امريکا متحده ایالاتو ډېرې سيمې ژمني طوفان چې واروې او کنګلونه ورسره مل دي، ځپلي دي. په میلیونو انسانان له دغه ډول وضعیت څخه اغیزمن سوي او د ځانی تلفاتو رپوټونه هم خپاره سوي دي. انځور: Jeff Roberson/AP Photo/picture alliance له سختې یخنۍ سره د نوي کال پیل سخت ژمني طوفان، له منځني لویدیځ څخه د امریکا متحده ایالاتو تر ختیځو ساحلونو پوري سیمې په یخنۍ او کنگل پوښلي دي. دغه طوفان په ترانسپورت کې د گډوډیو او په پراخه سطحه د بریښنا د قطع کیدو سبب سوی دی. ډیریو کسانو په بیلابیلو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Carolyn Kaster/dpa/AP/picture alliance په ځایی وخت د دوشنبې په ورځ، په زرو کورنۍ پرته له بریښنا وې. د "poweroutage.us"د ویبپاڼي د رپوټ له مخې د میسوري، ایلینوی، ایندیانا، کنتاکی، لویدیځي ویرجینیا او ویرجینیا ایالتونه تر ټولو ډېر ددغه طوفان په نتیجه کې د بريښنا له قطع کیدو سره مخامخ شول.
انځور: Luke Sharrett/Getty Images د کنتاکي، میزوري، ویرجینیا او مریلند ایالتونو کې چارواکو اضطراري حالت اعلان کړی دی. هغوی له اوسیدونکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاته سي، لکه څنگه چې دلته په تصویر کې د میزوري په سنت لوئیس کې لیدل کیږي.
انځور: Jeff Roberson/AP Photo/picture alliance په ۲۰۲۵ م کال کې لومړني طوفان د امریکا متحده ایالاتو پر مځکني او هوایی ترانسپورت ویجاړوونکی اغیز اچولی دی. ډیری پروازونه وځنډول او یا هم لغوه سول. ډیری موټرچلوونکي په سړکونو کې بند پاته سول ، لکه دلته چې په دغه انځور کې، یو موټر د دوو لاريو ترمنځ په کنګل کې بند پاتې دی.
انځور: AP/picture alliance دغه لیموزین بند پاته دی، لکه د کنتاکي د ایالت په لوئیزویل کې د نورو شیانو په څیر چې تر واورو لاندي ښخ سوي دي. د هواپیژندنې ملي ادارې د طوفان تر اغیز لاندي سیمو ته له سفرکولو څخه کلک خبرداری ورکړی دی.
انځور: Luke Sharrett/Getty Images په سختي یخنۍ کې د ویسکي ډبې دغه طوفان له ځانه سره سختې واورې درلودې. [په انځور کې] په لوئیزویل کې د ویسکي پر ډبو باندي واوره لویدلې ده. د خلیج په ساحلونو کې د هوا درجه له عادي حالت څخه تر ۱۰ درجو کښته سوې ده.
انځور: Luke Sharrett/Getty Images د کوچنیانو له پاره ساعتتیری په ځینو سیمو کې کوچنیان د ښوونځي له رخصتیو څخه خوند اخلي، ځکه چې وخت لري په واورو کې لوبې وکړي. په دا وروستیو ورځو کې، د کانزاس او میزوري ایالتونو کې تر ۲۵ سانتي مترو پوري واوره سوې ده.
انځور: Chase Castor/Getty Images آیا د طوفان پای ترسترگو کیږي؟ د هواپیژندنې د ادارې په حواله د وارې طوفان به اوس پای ته ورسیږي، خو اټکل کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به د هوا درجه ترصفر کښته پاته سي. دغه عکس د نیویارک مرکزي پارک ښيي.
انځور: Thomas Hengge/Anadolu/picture alliance
د چارواکو د شمیرو له مخې، د لاس اينجلس لویدیځ ته نیژدې هم شاوخوا د اوسیدو ۱۰۰۰ کورونه د اور په لمبو کی سوځیدلي دي.
اوس د«ایتون اور» د پاسادنا ښار ته نیژدې د ۴۳ کیلومتره مربع په مساحت سیمه نیولې ده. څه د پاسه ۳۷ زره ودانۍ د اور له گواښ سره مخامخي دي. د چارواکو په خبره، د «سختو بادونو د سرعت» له امله ستونزمنو سیمو ته د رسیدو له امله ددغه اور مهارول او خاموشه کول لاپسي ستونزمن سوی دی. خو چارواکو ويلي دي چې دمګړۍ د باد سرعت يو څه راکم شوی دی.
له ۷۵۰۰ څخه ډېر د عاجلو خدمات کارکوونکي په لاس انجلس کې له اور سره د مبارزې او د اور د سترو لمبو د مهارولو په حال کې دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، د عاجلو مرستو د ځواکونو څلورو تنو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه نور زخمیان سوي دي.
د لاس اينجلس په لویدیځ کې د «پلسیدس» په نوم نومول شوېاورلګيدنه د زیاتیدو او پراخیدو په حال کې ده. د چارواکو په وینا، دغې اورلگیدنې څه ناڅه ۷۰ کیلومتره مربع ساحه نیولې ده. ډیری نامتو ستوري، د پاسفیک پلسیدس په ښکلې او هوسا سیمه کې کورونه لري. د امریکايي رسنیو په خبره دا د لاس اينجلس په تاریخ کې د اورلیگدنی تر ټولو ستر ناورین دی.
په دغه لویدیځ ساحلي ستر ښار کې د هالیوود د مشهورې تپې په ګډون په نورو سيمو کې هم لګيدلي اورونه لا نه دي خاموشه کړل شوي. د رپوټونو له مخې په ټولیزه توګه ۱۳۰ زره کسان مجبور سوي چې دغه سیمه پریږدي.
د ځمکې تودښت؛ څنگلونه په اور کې سوځي
د اقلیم بدلون او د ځمکې تودښت له امله په ځنګلونو کې اورونه لگيدلي چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې پراخ زیانونه اړولي او په سلګونو زره خلک یې بېځایه کړي دي. انسانان د ځمکې د تودښت اصلي لامل دي. انځور: Andres Gutierrez/AA/picture alliance له څو ورځو راهیسې د کاناډا په ځنګلونو کې تر زرو زیاتو ځایونو کې اور لګېدلی او په دغه هیواد کې چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او په ټول هیواد کې د اور وژنې ډلې ځای پر ځای شوي دي.
انځور: Darryl Dyck/The Canadian Press/ AP/dpa/picture alliance اور په چټکۍ سره په ځنګلونو کې خپریږي او د هغو سیمو پر لور حرکت کوي چیرې چې انسانان ژوند کوي. حکومت اړ شوی چې له خطر سره مخ سيمو د خالی کولو امر صادر کړي.
انځور: Darryl Dyck/The Canadian Press/ AP/dpa/picture alliance په ځنګلونو کې د لگيدلو اورونو له کبله لارې تړل شوي او ډېر خلک په هغو سیمو کې بند پاتې شول چې تر ګواښ لاندې دي. د دغو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
انځور: Paige Taylor White/AFP حتی د کاناډا پوځ د اور د خطر لاندې سیمو څخه د خلکو د ایستلو له پاره اقدام کړی دی. د اردو ځواکونو یوه برخه د اور په کنټرولولو د اور وژنې ډلې سره مرسته کوي. د کاناډا په لوېدیځ کې د بريتش کولمبیا ولایت څخه شاوخوا ۳۰ زره کسان ایستل شوي دي.
انځور: Jennifer Gauthier/REUTERS په میلیونونو ډوله وحشي حیوانات چې په ځنګلونو کې اوسیدل هم بې ځایه شوي دي. لکه دا يږه د سړک څخه تیریږي.
انځور: Pat Kane/REUTERS د اروپا د وچې په ډېرو برخو کې ځنګلونه سوځېدلي دي. په تېره یوه اوونۍ کې د هسپانيا په یو شمېر ځنګلونو کې اور لګېدلی او د کابو کولو هڅې یې روانې دي. له دغه هېواده د ځايي اوسېدونکو ډېر شمېر کډه شوي دي.
انځور: Andres Gutierrez/AA/picture alliance په پرتګال کې په دې وروستیو کې د ځنګلونو اورونه زیات شوي دي. د روانې میاشتې په پیل کې د دغه هېواد په ځنګلونو کې څو ځايه اور ولګېد. د دغه هېواد چارواکي د احتمالي اورلګېدنې د کنټرول له پاره ډېر چمتووالی لري. د اور لګېدنې له امله په دغه هېواد کې زرګونه هکتاره ځنګلونه له منځه تللي دي.
انځور: PATRICIA DE MELO MOREIRA/AFP تېره اوونۍ د فرانسې د سويلي سیمو په ځنګلونو کې هم اور ولګېد او د استوګنې نږدې سیمو ته یې زیانونه واړول. دا سیمې د فرانسې او هسپانيا سره ګډه پوله لري. په تیرو وختونو کې د فرانسې په نورو سیمو کې په ځنګلونو کې اورونه بل شوي دي.
انځور: Lorena Sopena/Europa Press/abaca/picture alliance کروشیا په ځینو برخو کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی چې یو شمېر سیلانیان یې د استوګنې پرېښودو ته اړ کړل. د جولای په پای کې، د سپلیټ ښار ته نږدې د سیووا په ټاپو کې اور لګیدلی و.
انځور: picture alliance/dpa/AP په ایټالیا کې، د جولای مياشتي په پای کې د پالرمو په ځنګل کې اور ولگيد چې له کبله يې سړکونه بند شول او پر لاري بند موټرونه وسوځل شول.
انځور: Nicolas Economou/Reuters د آلمان مرطوب ځنګلونو کې هم وخت په وخت اورونه لگيږي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د میکلینبورګ-فورپومرن او برانډنبرګ ایالتونو په ځنګلونو کې اورونه لګېدلی او د اور وژنې ادارې له خوا پراخ عملیات پیل شوي چې د سیمې خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی وو.
انځور: Thomas Schulz/dpa/picture-alliance په ترکیه کې په ځنګلونو کې اورلګیدنې ډیر زیانونه اړولي دي. په دغه هېواد کې اورلګېدنه تر ډېره په سويلي سیمو کې رامنځ ته کېږي. وروستۍ اورلګېدنه د انتالیا په یوه ځنګل کې شوې ده.
انځور: DHA د جولای مياشتي په وروستیو کې د ځنګلونو اورونو د یونان د استوګنې ټاپوګان هم اغیزمن کړل. اور دومره پراخ و چې د سیلانیان د اوسیدو سیمو ته نږدې شو او د دې لامل شو چې په ځینو ټاپوګانو کې بیړنی حالت اعلان شي او خلک له دې سیمو وویستل شي. دا عکس د روډس په ټاپو کې د ځنګل څنګ ته د ساحل هوټل ښیې؛ یو ځنګل چې په بشپړه توګه سوځیدلی دی.
انځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance د الجزایر په بیجیا ځنګلونو کې اورلګیدنه کلیوالو سیمو ته خپره شوه او د جولای په پای کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل. د څنگل په دې سوځېدنه کې ګڼ شمېر کسان مړه شوي او تر ۲۰ ډېر لادرکه دي.
انځور: Nasri Elyas/AP/picture alliance د ایران کردي سیمې په دې وروستیو کې د ځنګلونو د اورونو شاهدې وې. دا عکس د کردستان په ماروان ښار کې یو ځنګل ښيي چې سوځېدلی دی. د زاگروس غرونو په ځنګلونو کې اور د څو ورځو له پاره دوام درلود.
انځور: arman melli/hamshahri online په دې وروستیو کې د افغانستان په سويل ختیځ کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی وو. په دغو ځنګلونو کې اورلګېدنې د ونو ډېره برخه سوځولې او هغه طبيعي زېرمې چې خلک يې د ژوند له پاره کاروي له منځه تللي دي.
انځور: Inayat-ur-Rehman د امریکا متحده ایالاتو د هاوایی ټاپو په لاهینا سیمه کې د ځنګلونو د اور له امله رامنځ ته شوي ویجاړتیا په پورتنې عکس کې کتلې شئ، چې تیره پنجشنبه رامنځ ته شوه. د دې سیمې ځینې برخې د اور په لمبو کې وسوځېدلې. چارواکي اړ شول چې له دې سیمې زرګونه کسان وباسي او خوندي ځای ته یې ولیږدوی.
انځور: Jae C. Hong/AP Photo/picture alliance له لسیزو راهیسې، ساینس پوهان د ځمکې د مخ پر ودې تودښت او د دې سیارې اوسیدونکو له پاره د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي. د انسانانو له خوا د گلخانه يې ګازونو تولید د سیارې د تودښت لامل شوی او د هغې د کمولو له پاره اقدامات د بحرانونو لکه وسله والې شخړې، اقتصادي بحرانونه او د ناروغیو خپريدلو له کبله بې اغيزي شوي دي.
انځور: Europa Press/EUROPA PRESS/dpa/picture alliance پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د انرژۍ بحران رامنځ ته کړ او یو شمېر اروپايي هېوادونو بیا د فوسیل سونګ او اټومي انرژۍ کارولو ته مخه کړه. هغه دوې سرچینې چې باید په تدریج سره کمې شي او انسانان به یې په صنعتي برخو کې نوره نه کاروي.
انځور: AP Photo/picture alliance په ځنګلونو کې اورونه، نه یوازې د شنې فضاد ضایع کیدو لامل کیږي، کاربن ډای اکسايد ډيروی او اکسیجن تولید کموي؛ بلکې، دا په هغو سیمو کې چې انسانان ژوند کوي ډیر کاربن ډای اکسایډ خپروي. د کارین ډای اکسایډ زیاتوالی د هوا د ککړتیا لامل کیږي، د انسان له پاره د تنفسي ناروغیو لامل کیږي او د مړینې کچه لوړوي.
انځور: Darryl Dyck/ZUMA Press/IMAGO