1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

له افغانستانه په لسونو ناروغ ماشومان المان ته لیږل شوي دي

۱۴۰۳ آبان ۱۸, جمعه

په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی دی، چې په لسونو سوځیدلي او د هډوکو په ناروغیو اخته ماشومان يې د درملنې له پاره آلمان ته استولي دي.

په تېرو ۴۵ کلونو کې شاوخوا ۴۰۰۰ افغان ماشومان د درملنې په موخه آلمان ته لېږدول شوي.
په تېرو ۴۵ کلونو کې شاوخوا ۴۰۰۰ افغان ماشومان د درملنې په موخه آلمان ته لېږدول شوي. انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د طالبانو ادارې تر کنټرول لاندي سرې میاشتي ټولني اعلان کړی دی چې د پنجشنبې په ورځ یې څه د پاسه ۸۹ سوځیدلي او د هډوکو په ناروغیو اخته ماشومان يې د درملنې له پاره المان ته لیږلي دي. دا په داسي حال کې ده چې۴۵ ماشومان بيا تر رغیدو وروسته له آلمان څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوې دي.

د افغانستان د سرې میاشتي ټولني پر خپل اکس پاڼې لیکلې دي چې د دغو ماشومانو عمرونه له یوه تر یوولس کلنو پوري دي.

د طالبانو ادارې تر کنټرول لاندي سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور «د آلمان د سولې کلي» څخه د دغو ناروغانو د درملنې له امله مننه وکړه او ویې ویل: "د آلمان د سولې کلي له خیریه بنسټ سره د لاسلیک شوي تړون له مخې، د افغانستان سره میاشت، په کال کې دوه ځله له يوه تر ۱۱ کلنۍ پوري هغه ماشومان چې د سوځېدو او د هډوکو په سختو ناروغیو اخته وې د درملنې له پاره آلمان ته لېږي."

"د سولې کلی" د آلمان یوه غیر دولتي موسسه ده چې له ۱۹۶۷م کال راهیسې د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې له معلولو ماشومانو سره مرسته کوي. دا سازمان هر کال په څو مواردو کې هغه ماشومان چې په خپلو هیوادونو کې یې درملنه نه کیږي په وړیا توګه آلمان ته استوي.

د دغه مرستندویه سازمان الماني ډاکټران هم هڅه کوي چې له افغانستان څخه ټپي شوي او ناروغ ماشومان د درملنې له پاره آلمان ته ولېږدوي.

په افغانستان کې یاد مرستندوی سازمان په تېرو ۴۵ کلونو کې شاوخوا ۴۰۰۰ افغان ماشومان د درملنې په موخه آلمان ته لېږدولي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب