د رپوټونو په حواله له تيرو څلورو ورځو راپديخوا ۷۱ تنه مهاجر له يونان څخه ترکيې ته بيرته استول شوي دي. له يونان څخه ترکيې ته د غیرقانوني مهاجرو د بيرته استولو پر موضوع د تيرکال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ تړون لاسلیک شو.
د آلمان خبري آژانس په حواله، يونان پوليسو د اروپايي پوله ساتونکو ځواکونو (فرنتکس) په همکارۍ له تيرې چهارشنبې ورځې راپديخوا له يونان څخه ۷۱ تنه غیرقانوني مهاجر بيرته ترکيې ته استولي دي. دغه اقدام د مهاجرت موضوع په تړاو د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د تیرکال ترسره شوي تړون پر اساس ترسره کيږي.
د يونان پوليسو د شنبې (د می ۱۳مه) په ورځ آلمان خبري آژانس ته وویل چې د جمعې په ورځ ۲۲ تنه مهاجر د يونان له ليسبوس ټاپو او د چهارشنبې او پنجشبنې په ورځو د کاس او چیوز ټاپوګانو څخه ۴۹ تنه مهاجر د ترکيې ديکيلي بندر ته استول شوي دي.
د انقري او اروپايي اتحاديې تر منځ د شوي تړون پر اساس، هغه مهاجر چې له ترکيې څخه په غیرقانوني توګه اروپا ته رسیږي نور به په اروپا کې د پناه غوښتنې چانس ونلري او بيرته به ترکيې ته استول کيږي.
د تړون نورې ګټې
د تړون پر اساس، ترکيه د دغه کار په بدل کې له اروپايي اتحاديې څخه په ميليونو يورو ترلاسه کوي تر څو په دغه هيواد کې د میشتو مهاجرو چارو ته ورباندې رسيدګي وکړي. ترکيه اوس مهال د نړۍ په کچه د تر ټولو زيات شمير مهاجرو کوربه توب کوي.
د يونان د پولیسو پر وينا د اروپايي اتحاديې او انقرې تړون له عملي کيدو راپديخوا، د همدې تړون پر اساس ټول ټال ۱۱۵۶ تنه مهاجر بيرته ترکيې ته استول شوي.
۳۸ کلن اعجاز چې مزدور کار دی او د کورنۍ یوازینی نفقه پیدا کوونکی دی وايي چې خپل کور یې وپلوره، څو اروپا ته د سفر لگښت پوره کړی شي. هغه وایي: «زه ډیر غریب سړی یم.» د هغه دا خوب چې له بې وزلۍ څخه به خپله کورنۍ راباسي له منځه تللی دی. هغه وایي: «ترکیې تر استولو بهتره ده چې مړ شم.»
انځور: Jodi Hilton
په ویره کې ژوند کول
یو مهاجر له پولیسو څخه په لیسبوس کې نسبتا خوندي کمپ ته بیرته ورتښتي. مهاجرو ته د کمپ شا او خوا پاتې کیدو سپارښتنه شوې او پولیس یې د شپې له خوا د بندر او ښار نورو برخو ته د ننوتلو مخه نیسي.
انځور: Jodi Hilton
وړیا خواړه
مهاجر په کمپ کې د ماښام ډوډۍ د تر لاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي، چیرې چې هغوی له فعالانو سره په گډه اوسیږي او کار کوي. دغه کمپ د مراتبو د لړۍ پرته سیستم له مخې چلیږي چیرې چې ټول خلک آزاد او برابر گڼل کیږي او د گروپي ډلو د غونډو په ترڅ کې پریکړې کیږي.
انځور: Jodi Hilton
سړې شپې
پاکستاني مهاجر ماښام مهال د اور تر څنگ ځانونه گرموي. زیاترو مهاجرو ویل چې دوی په ترکیه کې د پیسو له پاره یرغمل نیول شوي وو. په دغه ډله کې یو تن حسن هم دی چې وایي په ترکیه کې څو وارې د ترور کیدو د هڅو وروسته بیرته پاکستان ته وتښتید. هغه وایي: «ترکیه یو خوندي هیواد نه دی.»