په لغمان او خوست ولايتونو کي سيلابونو ۲۱ کسه وژلي دي
۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبهد لغمان ولايت په بيلابيلو ولسواليوکي د چارشنبې په شپه د سختو اورښتونو له امله سيلابونو د خلکو د سر پر زيانونو سربيره درانده مالي زيانونه هم اړولي دي.
د لغمان ولايت د طبيعي پیـــښو سره د مبارزې رييس محمد نعيم حيدري وايي: دغه سيلابونه پر مرکزسربيره د الينګار، اليشنګ، قرغيواو دولت شاه په ولسواليو کي تاوانونو رسولي دي.
دده په ويناددغوسيلابونوله امله ۱۱ تنه مړه سوي او د شپږو کيبلي او يو اساسي پل سربيره يې په لسګونو د استوګنوکورونه او په زرګونه جريبه کرهڼيزه ځمکه له منځه وړېده.
د سيمي سيلاب ځپلو خلکو المان ږغ راډیو ته وويل چي پدغو ســـيلابونو کي د سر پر زيانونو سربيره درانده مالي زيانونه هم ور اوښتي دي.
د خلکو په وينا د استوګنوکورونه ځمکي، دوکانونه او نورعام المنفعه شتمني زيانمني سوي دي.
بله خوا د خوست ولايت په موسى خيلو ولسوالۍ کي هم د سختو بارانونو او سيلابونو له امله يوشمېر کسان وژل سوي،او ځيني يې لا درکه دي.
تېره ورځ د نوموړي ولسوالۍ څخه خوست ښار ته يو شمېر راغليوکسانو المان ږغ راډيوته وويل چي د تېرو څو ورځو راهيسي د سيلابونو د راتلو له امله د شلو څخه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي او ګڼ شمېر کورونه، دوکانونه او موټرونه يې له
منځه وړي دي.
د موسي خيلو ولسوالۍ اوسيدونکو زياته کړې چي تر دې مهال ورسره چا مرسته نه ده کړې.
موسى خيل د خوست ولايت د ليري پرتو سيمو څخه ده چي د پکتيا ولايت د جانيخلو ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
د سيمي اوسيدونکو وويل چي د موسى خيلو ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کي تر ۲۰زيات کسان د سيلابونو له امله مړه او ژوبل سوي دي. دوﺉ وايي چي تر دې مهال چا ورسره مرسته نه ده کړي او خوست ښار ته يې د راتلو لاره هم بنده ده.
د خوست ولايت د طبعي پېښو سره د مبارزې رييس انجنيراكبر وايي چي د دغه ولايت د موسى خېلو ولسوالۍ د غلنګ په سيمه كي شپږ كسان لا دركه سوي چي
تر اوسه يې د درو مړي موندل سوي او درې نور يې اوس هم لا دركه دي.
د انجنيراكبر په خبره بارانونه د خوست په ټولوسيموكي سوي او تراوسه ورته د هرې سيمې راپورنه دي رسيدلي، د هغه په خبره كيداى سي چي د سيلابونو له امله د زيان كچه تر دې هم ډيره سي.
تير کال هم د خوست ولايت په موسى خيلو ولسوالۍ کي د ورته سيلابونو د راتلو له امله د سيمي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ول.
شمع/ فريدالله
کتونکی. زيارمل