په لغمان کې د جنازې پر مراسمو چاودنه شوې
۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبهد لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي پېښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ سهار د دولت شاه ولسوالۍ اړوند خاص دولت شاه سیمه کې شوې ده.
دی وويل چې د پېښې اوه واړه ژوبل کسان د لغمان ولایتي روغتون ته استول شوي دي، چې روغتیايي حالت یې اوس ښه دی: «وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.ِ»
د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، تر اوسه د چاودنې نوعیت او د پېښې د رامنځته کېدلو لامل نه دی په ډاګه شوی.
چارواکو ويلي دي چې پېښه په هدیره کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د سیمې یوه اوسېدونکي خان اغا رسنيو ته ويلي دي چې پېښه هغه مهال وشوه، چې خلک د یوه قومي مشر جنازې ته ورټول ول.
د دغې چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی؛ خو د لغمان په دولت او ورڅېرمه سیمو کې تر ډېره وسله وال طالبان حکومت ضد فعالیتونه کوي.
اميد ديدار