1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې د جګړو پرمهال ۲۵ طالبان وژل شوي دي

۱۳۹۹ شهریور ۱۷, دوشنبه

د لغمان چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته ډله‌ییز برید کړی و، چې له امله یې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه شوې او ډیر طالبان وژل شوي.

Afghan National Army ANA Afghanistan
آرشیف انځورانځور: DW/H. Hashami

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي دویچه ویله ته وویل، په دغه جګړه کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال ۲۰طالبان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شوي دي. خو د وروستیو معلوماتو په اساس د وژل شویو طالبانو شمیر ۲۵ ته لوړ شوی دی او ټپیان هم هغه اته تنه دي.

دغه جګړه د الیشنګ ولسوالۍ پر جیبون پوسته شوې ده.

نوموړی وايي په وژل شویو کسانو کې پنځه یې د لیزري سلاح درلودونکي وو.

ځينې حکومتي سرچینې په دغه جګړه کې د یوه محلي پولیس د وژل کېدو او دوو ژوبل  کیدل هم مني، خو په دې اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي،چي په ورکړل شويو معلوماتو کې ښايي تغییر راشي.

د الیشنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مطیع الله دویچه ویله ته وویل، بېګا شپه وسله والو طالبانو پر جیبون پوسته برید وکړ، چې ورسره هم‌مهاله جیټ طیارو پر وسله والو بمبار پيل کړ او شاوخوا ۲۰ طالبان یې پکې ووژل او ځینې ژوبل دي.

نوموړي وویل، د شپاړسو طالبانو جسدونه د جیبون پوستې شاوخوا اوس هم پراته دي او وسلې یې له پولیسو سره دي.

تر اوسه پوري طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

الیشنګ د لغمان له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، چې تقریبأ هره ورځ ترې د جګړو او مرګ، ژوبلې خبرونه خپرېږي.

دا جګړه داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ هم د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد لغمان ته د دغه ولایت د امنیتي حالت ارزونې ته تللی و.

هغه هلته یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې طالبان د جګړو او تاوتریخوالي په ډېرولو سره بین الافغاني خبرو کې د خپلې ونډې او امتیازانو ډېرولو هڅه کوي.

ښاغلي خالد ویلي، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړې او تشدد زور اخیستی دی.

د ملي دفاع سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې د بین الافغاني خبرو د ژر پيلېدو احتمال هم ډېر دی او دواړو لوریو ورته مذاکراتي ډلګۍ هم اعلان کړي دي.

امید دیدار/ ننګرهار