هنراروپا
په لندن کي یوه تابلو په تقریبأ ۲۱ ملیونه یورو خرڅه سوه
۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبهاعلان
په ۱۹۶۶ م کال کي د «۱۹۲ رنګونو» رسامي سوی دغه اثر د اوس ۹۰ کلن الماني نقاش د ډیرو مهمو اثارو د جملې څخه دی. دا د نورو تر څنګ د کولن د مشهوري کلیسا(ډوم) دپاره د کلکین طراحي کولو د ماډل په حیث عمل کړی دی، چي په حقیقت کي د هغه تر ټولو مشهوره پیژندل سوی اثر هم دی.
ګرهارد ریشتر زموږ د عصر یو ترټولو موړ او اغیزمن نقاش دی.