1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لويې جرګې کې به په کومو موضوعاتو خبرې وشي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۸, یکشنبه

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه دايريږي چې ورته کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي. د جرګې ګډونوال، امريکا متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ د سولې پر مذاکراتو بحثونه کوي.

Afghanistan Kabul Loja Dschirga
انځور: DW/H. Sirat

دا ځل په افغانستان کې د لويې جرګې ګډونوال، د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ د سولې پر مذاکراتو بحثونه کوي. د طالبانو او امريکا متحده ايالاتونو استازو، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه څو ځله سره ليدلي دي. تمه ده چې طالبان به په مقابل کې د اوربند د رامنځ ته کيدو په څير شرطونو له پاره خپل چمتوالی وښيي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تر اوسه د «سولې په مذاکراتو» کې ګډون نه دی کړی، هغه هم په دې دليل چې طالبان دی د امريکا متحده ايالتونو لاسپوڅی ګڼي. خو غني هيله مند دی چې په راتلونکې کې به د سولې پر مذاکراتو ډير نفوذ ولري. په پام کې ده چې لويه جرګه به د سولې د يوې توافقنامې يا هوکړه ليک د رامنځ ته کيدو په موخه خپل لازم شرايط تعيين کړي.

په دغو شرايطو کې به د ښځو، مطبوعاتو او د بيان آزادۍ حقونه او د اساسي قانون په څير موارد شامل وي.

طالبانو په لويه جرګه کې د ګډون بلنه رد کړې ده. هغوي تر دې مخکې په کابل کې د لويې جرګې خيمې پر ګډونوالو بريدونه هم کړي دي. په همدې دليل، د روان کال لويه جرګه د شديدو امنيتي تدابيرو سره مل ترسره کيږي او په دې موخه د کابل ښار يوه لويه برخه تړل شوې ده.

لويه جرګه او تاريخ يې

په افغانستان کې د لويې جرګې تاريخ سلونو کلونو مخکې دورې ته رسيږي. لويه جرګه يوازې په هغو مهمو حالاتو کې دايريږي چې په هيواد کې د يوې سترې سياسي پريکړې اړتيا وليدل او په اړه يې نهايي تصميم ونيول شوي. د بيلګې په توګه د ۲۰۰۳م کال په لويه جرګه کې د افغانستان نوی اساسي قانون تصويب شو. دغه قانون د طالبانو رژيم تر پرځيدو وروسته په اجرا کې راغی. 

 په ۲۰۰۷م کال کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان او پاکستان د استازو مشترکه لويه جرګه دايره شوه تر څو د دواړو هيوادونو ترمنځ په ترنګيلو اړيکو کې ښه والی راشي. د وروستي ځل له پاره لويه جرګه په ۲۰۱۳م کال کې دايره شوه. يادې جرګې په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې له ټاکلې مودې ډير وخت په افغانستان کې پاتې شي.

د لويې جرګې ګډونوال

په کابل کې په يوه لويه خيمه کې چې د لويې جرګې په خيمې ياديږي، له ټول هيواد څخه راغلي څه باندې ۲ زره استازي ټوليږي. د جرګې ګډونوال، سياستوال، روحانيون، ښوونکي او فعالان تشکيلوي. د جرګې ګډونوال ډيری وخت په خپلو کې وړې ډلې تشکيلوي تر څو په مختلفو موضوعګانو باندې بحثونه او د نظرونو تبادله وکړي.

د ولسمشر اشرف غني تر څنګ نور نامتو افغان سياستوال چې د روان کال په لويه جرګه کې ګډون کوي، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول او جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف دي. د افغانستان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنيت پخواني سلاکار محمد حنيف اتمر، پخواني جهادي مشر ګلبدين حکمتيار او جنرال دوستم دغه جرګه تحريم کړې ده.

هاخوا طالبانو هم اعلان کړی چې د دغې لويې جرګې هر ډول پريکړه به د هغوی په خبره د افغانستان د واقعي بچيانو له پاره د منلو وړ نه وي.

د روان کال لويې جرګې اهميت په څه کې دی

د ولسشمر اشرف غني اعتبار تر يوه بريده له همدې لويې جرګې سره تړاو لري. هغه له پاره تر ټولو مهمه دا ده چې د جرګي ډیری ګډونوال د ده له خوا پر  وړاندې شوو مقررو د نظر توافق ولري تر څو يې په دې ترتيب خپل دريځ او موقف تثبيت کړی وي. که چيرته د جرګې ګډونوال ونه شي کړای له يو بل سره توافق ته ورسيږي او تر منځ يې اختلافات موجود وي، دا به د ولسمشر غني اعتبار تر سوال لاندې راولي.

څو ورځې وړاندې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې چې په پام کې وه په دوحه کې ترسره شي، لغوه شوې. علت يې دا وو چې د هغو استازو شمير چې ولسمشر غني غوښتل دوحې ته واستوي، د طالبانو له نظره له حده ډير زیات وو. ځکه خو اوس د لويې جرګې د غړو تر منځ هم د نظر يووالی او توافق ډیر اړين دی.

ا م/ ا/ م ک ص/ ن ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب