په لوکسه تفریحي کښتۍ کي له ترکيې څخه یونان ته د کډوالو قاچاق
۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعه
د یونان ساحلي ګارډ درې کسان په دې تور نیولي دي چي دغه هیواد ته يې له ترکيې څخه په یوه لوکسه تفریحي کښتۍ کې ۵۱ کسان ور انتقال کړي دي.
د یونان چارواکي وايي، ۴۲ نارینه ۸ ښځي او یو کوچنی چي په دغه کښتۍ کي وروستل سوي، په میکونوس جزیره کي توقیف دي.
د مسؤلانو په خبره، له یادو کډوالو څخه يې د پوښتنو او ګرېږونو پرمهال د شکمنو قاچبرانو او د «اور ورا» عصري کښتۍ په اړه بشپړ معلومات ترلاسه او بیا ساحل ساتونکو پولیسو د
یوې هلیکوپټر او ۴ کب نیوونکو بېړیو په مرسته دغه کښتۍ تر پيدا کولو وروسته نېولې ده.
د غیري قانوني ورتګ تور
یوناني ادارو داسي ویډیو او انځورونه خپاره کړي دي چي په ډېري اسانۍ او ډاډ سره دکډوالو د دریو تورونو قاچاقبرانو عکسونه پېژندلي او وروسته درې واړه نیول سوي دي.
د یونان ساحلي ګارډ وايي، دغه درې کسان يې د غیري قانوني تګ راتګاو له یوې جنايي ډلي سره د غړیتوب په تور نیولي دي.
همدارنګه د یونان راډیو خبر ورکړی دی چي له تیرو دریو ورځو راهیسي ساحلي ګارډ تر ۳۰۰ ډېر کډوال په «اژه» او «ایوني» سمندرونو کي نیولي دي.
hm/af (dpa, ap)