جرمونه
په لوګر کې د سړک د غاړې بم دوه سیمه ایز چارواکي وژلي
۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه![Afghanistan Selbstmord-Anschlag Kabul](https://static.dw.com/image/45095830_800.webp)
اعلان
د لوګر د پولیسو د مشر ویاند شاپور احمدزي ویلي دي چې د شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۷) د لوګر د برکي برک ولسوالۍ مرستیال او د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت ادارې مشر هغه مهال د سړک په غاړه د یو ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په پایله کې ووژل شول چې د خپل کاري دفتر پر لور روان ول.
د حکومت وسله وال مخالفين نږدې هره ورځ د خپلو بریدونو په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونه او دولتي چارواکي په نښه کوي او ترڅنګ یې د سړک د غاړې بمي بریدونه کوي چې ډیري وختونه ملکي وګړې په کې وژل کیږي.
طالبانو په روان کال کې د دې هیواد نږدې نیمایي برخه تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.