شخړي
د طالبانو او قومي مشرانو پر غونډې چاودنې مرګه ژوبله اړولې
۱۳۹۷ تیر ۷, پنجشنبهاعلان
د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۲۸ نیټه» د لوګر د ولایتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي وویل چې په دې ولایت کې د قومي سپینږیرو او یو شمیر طالبانو ترمنځ د سولې د موضوع پر سر په یوه غونډه کې چاودنه شوې چې په پایله کې یې ۱۳ قومي مشران او د طالبانو یو نامعلوم شمیر غړي وژل شوي دي.
تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کې د اسلامي دولت پورې تړلې ډلې پر داسې غونډو بریدونه کړې چې غواړي په افغانستان کې ۱۷ کلنې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
د تخار ولایت ویاند سنت الله تیمور، ویلي دي چې په یوه بله پیښه کې طالب جنګیالو په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یو شمیر امنیتي پوستو باندې برید کړی او په کې ۱۶ سرحدي ځواکونه وژل شوي دي.