1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په لوګر کې هوایي برید نهه ملکیان وژلي

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په لوګر ولایت کې یوه هوایي برید نهه ملکيان وژلي دي. د لوګر د ولایتي شورا غړي هما احمدي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

Karte Afghanistan Provinz Logar Englisch
انځور: DW

پیښه د دوشنبې په ورځ سهار وختي د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده چې په ترڅ کې شپږ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي. د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي، دغه پیښه تائید کړې او روښانه کړې یې ده چې هوایي برید د کوچیانو یوه خیمه ویشتلې ده.

د احمدي په خبره، د پیښې سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده. دواړو چارواکو ویلي دي چې لا تر اوسه پورې نه پوهیږي چې دغه هیوايي برید د چا له خوا ترسره شوی دی. افغان او امریکایي ځواکونو له تیر کال راهیسې په افغانستان کې خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.

د  امریکا متحده ایالاتو د پوځ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د روان کال له جنوري میاشتې څخه بیا د اپریل میاشتې تر پايه پورې په افغانستان کې د بمونو او توغندیو په ګډون۲۰۰۰ وسلې کارول شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۸م کال کې ۷۳۶۲ او په ۲۰۱۷م کال کې بیا ۴۳۶۱ دغه ډول وسلې د امریکایي ځواکونو له خوا په افغانستان کې کارول شوې وې.

کارپوهان په دې نظر دي چې امریکایي او افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د طالبانو د هغو مشخصو ځايي قوماندانانو د په نخښه کولو بهیر پیل کړی دی چې ښايي د سولې د یوه احتمالي تړون مخالف وي. خو ډیر وخت هوایي بریدونه خپل تعین شوي اهداف نه په نخښه کوي او ملکي وګړي یې قرباني کیږي.

(ms/nz (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل