د لښکرګاه ښار اوسیدونکې نوریه چې د موټر چلولو په کورس کې بریالۍ سوې ده، ډیره خوشاله ده. هغه وایې چې نه یوازي د دې له پاره موټر چلول مهم دي، بلکې د هري ښځي له پاره مهم دي.
خو هغې تر اوسه پوري پتېيلې نه ده چي په اوسنيو شرايطو کي دي د ورځي په ښار کي موټر وچلوي.
د هلمند د ښځو چارو مشره وجیهه رسولي وایې چې د ښځو چارو وزارت د لارښووني پر اساس یې هلمندیو ښځو ته هم د موټر چلولو د زده کړي زمينه برابره کړې ده او د دې ولایت ۴۰ میرمنو ته یې د ترافیکو د مدیریت په مرسته پنځلس ورځي زده کړي ورکړي دي.
رسولي وایې چې که څه هم په هلمند کې د موټر چلوونکو ښځو پر وړاندي په سیمه کې بیلابیل خنډونه موجود دي، خو دوی هڅه کوي چې په دغه لار کې مبارزه وکړي، ترڅو د مدني قوانینو پر اساس د ښځو د موټر چلولو دود په ټولنه کې پرمختګ وکړي.
د لښکرګاه یو تن اوسیدونکی سید احمد وايي چي دوی تر اوسه پوري په ښار کي د ورځي ښځي نه دي ليدلي چي موټر وچلوي، بلکي د شپې يې چلوي.
هغه دويچه ويله ته وويل چې ښځي حق لري موټر وچلوي. په لومړي سر کي کيدای سي خلکو ته لږ بل ډول ښکاره سي، خو وروسته به خلک ورسره عادي سي.
د افغانستان په نورو ولايتونو کي هم ښځو د موټر چلولو لايسنسونه اخيستي دي او په ځينو ښارونو کي ښځي موټر چلوي، خو په هلمند غوندي ولايت کي چي له امنيتي پلوه ناامنه بلل کيږي دا لومړی وار دی چي ښځو ته لايسنسونه ورکول کیږي.
محمدي/لښکرگاه
زموږ له ارشيف څخه:
په عربستان کي ښځو ته د موټر چلولو زده کړي
سعودي عربستان په نړۍ کي يوازنی هيواد وو چي ښځو ته پکښې د موټروانۍ اجازه نه وه. خو له يکشنبې ورځي راهيسي دغه قانون لغوه سو. له مياشتو راهيسي ښځو د موټر چلولو زده کړي پيل کړې وې او دغي ورځي ته ئې تياری نيوی.
په تيرو کلونو کي که به د سعودي عربستان پوليسو يوه ښځه د موټر چلولو پرمهال ليدلې وای د موقت وخت له پاره به توقف کېده. خو اوس له يکشنبې ورځي راهیسي نور دغه قانون لغوه سو.
انځور: Reuters/A. Jadallah
د سعودي د اطلاعاتو وزارت په جون مياشت کي اعلان وکړ چي په تيرو څو اوونیو کي په زرونو ښځو د موټر چلولو لايسنسونه اخيستي دي.