په لښکر گاه کي درنه چاودنه وسوه
۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبهپوليسو ويلي دي چي د شنبې په ورځ د هلمند په مرکزي ښار لښکرگاه کي د موټر يو ځانمرگی بريد تر سره سو. داسي ويري سته چي دغه بريد سخته مرگژوبله رامنځ ته کړې ده.
د هلمند د والی ویاند داؤد احمدی وویل چی د نوو معلوماتو له مخی لږ تر لږه 4 تنه وژل شوی او 22 تنه نور ټپیان دی.
له دی مخکی د هلمند يوه امنيتي چارواکي کمال الدين شېرزاد و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه چاودنه د کابل بانک او د مخابراتو و دفتر ته نژدې رامنځ ته سوه. ويل سوي چي د چاودنې ځای د والي د دفتر څخه 50 متره واټن لري. چاودنه پداسي حال کي رامنځ ته سوې ده چي د کابل بانک دباندي يو شمېر انسانان راټول سوي ول تر څو د اختر څخه تر مخه خپلې تنخواوي وصولي کړي. اټکل کيږي چي د بانک مخي ته ولاړ زياتره کسان حکومتي کارکوؤنکي او يا هم امنيتي کسان ول چي د تنخوا په انتظار ولاړ ول
د هلمند ولايت د افغانستان په ناقراره ولايتونو کي شمېرل کيږي چيري چي وسله وال زیات فعال دي. د فبروري په مياشت کي د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کي د کابل بانک په يوي څاتکي باني د طالب ياغيانو د ځانمرګی بريد له امله څه د پاسه 40 تنه ووژل شول.
د طالبانو یو ویاند چی ځان یی قاری یوسف ښودلی نړیوالو رسنیو ته ویلی دی چی د لشکرګاه د ننی حملی مسوولیت طالب یاغیان په غاړه لری.
لشکرګاه د افغانستان د هغو 7 سیمو په جمله کی دی چی افغان ځواکونو ته یی امنیتی مسوولیت سپارل شوی دی
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: حکيم باري