1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په مالي کې د القاعدې مشر وژل شوی

۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبه

عبدالمالک دروک دل چې د جهادي‌ ډلې «القاعده په اسلامي‌ مغرب کې» مشر و، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. فرانسوي عسکرو هغه «له منځه وړی» دی.

Abdelmalek Droukdal
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/T. Coex

فرانسوي عسکرو د تروريستي ډلې «القاعده په اسلامي مغرب کې» مشر وژلی دی. الجزايري عبدالمالک دروک دل د مالي‌ په شمال کې د الجزاير پولې ته څېرمه «له منځه وړل» شوی دی. دغه خبره د فرانسې د دفاع وزيرې، فلورنس پارلي، کړې ده. داسې ويل کيږي چې «هغه ته څو تنه نزدې جنګيالي» هم په دغه ماموريت کې وژل شوي دي.

دروک دل د پارلي په خبره د القاعدې د مشرتابه غړی و او د افريقا په شمال او د ساحل په سيمه کې يې د دغې شبکې د ځينو کړيو مشري کوله. د القاعدې مغربي څانګه د اسلامپالو له داسې يوې ډلې څخه راوتلې ده چې د ۱۹۹۰يمو کلونو په پای کې د الجزايريانو له خوا جوړه او لومړی «د دعوت او جهاد د سلفي ډلې» په نوم مشهوره وه. دغه ډله په ۲۰۰۷ کال کې د القاعدې له شبکې سره يو ځای شوه چې د مالي له شمال څخه يې په تېرو کلونو کې په تکرار سره د ساحل په سيمه کې بريدونه او د لويديځو هېوادونو د اتباعو يرغمل نيونې تر سره کولې.

«سخته ضربه»

د فرانسې د دفاع وزيرې پارلي په تويتر کې ليکلي دي:‌ «زه ټولو هغو ته مبارکي وايم او ورڅخه مننه کوم چې دغه زړور عمليات يې ممکن او تر سره کړي دي چې دغو تروريستي ډلو ته يې سخته ضربه پرې ورکړې ده.» د هغې په خبره په سيمه کې د سولې او ثبات په پلمه تر سره کېدونکې جګړه يوه ستره بريا ده.

فرانسې د «برخان»‌ په نوم په خپل تروريزم ضد ماموريت کې د ساحل په نوم په پراخه وچه سيمه کې تقريبا ۵۰۰۰ سرتېري ګومارلي دي. د آلمان پوځ هم په مالي کې په دوو ماموريتونو کې برخه لري، خو د «برخان» په نوم عمليات کې ښکېل نه دی.
wa/ack (afp, dpa)/ن ص/ا و ا

د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب