1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

په مالي کې د برید د قربانیانو شمیر لوړ شوی دی

۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبه

د افریقا د بحراني هیواد مالي پر پوځ باندي د جهادیانو د احتمالي حملې په نتیجه کي د وژل سوو عسکرو تعداد ۴۲ تنو ته لوړ سوی دی.

Symbolbild Mali Islamistischer Terrorismus
انځور: Baba Ahmed/AP/dpa/picture alliance

دا د مالي د پوځ د نشر سوو اسنادو څخه حرګنده سوې ده. د پوځ د ارقامو پراساس دغه حمله د نایجر او بورکینا فاسو هیوادونو سره په سرحد کي پروت ښار، تسیت کي سوې ده. په اول سر کي د ۱۷ عسکرو د وژل کیدو خبره کیدله.

پوځ د دغي حملې مسؤلیت د «لویي صحرا د اسلامي دولت یا داعش» پر غاړه وراچوي، کومه چي د داعش یوه افریقايي ښاخه ده. په دغه منطقه کي دداعش او القاعده شبکې ډلي جنګیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل