1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

په مانچسترکې پر کنیسې برید؛ ۲ تنه وژل سوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۱۰, پنجشنبه

په مانچستر کې د یوې کنیسې مخې ته د برید په نتیجه کې د پنجشنبې په ورځ دوه کسان ووژل او درې تنه ټپیان سول. لومړي وزیر ستارمر سخته اندیښنه ښودلې ده.

دغه برید د "یوم کیپور" په نوم د یهودانو په یوې مهمې ورځ کې ترسره سو .
په مانچسترکې پر کنیسې برید؛ ۲ تنه وژل سويانځور: Christopher Furlong/Getty Images

د انگلستان په شمال کې پروت دغه ښار پولیسو خبر ورکړی دی چې نوموړي کسان "د یوې نقلیې وسیلې او چړې د برید له امله" وژل سوي یا ټپيان سوي دي. د هغوی په خبره، د پولیسو چارواکو فیرونه وکړل او شکمن بریدگر ویشتل سوی دی. خو دا لا معلومه نه ده چې هغه وژل سوی دی او که نه. دغه برید د "یوم کیپور" په نوم د یهودانو په داسې یوې مهمې ورځ کې ترسره سو چې د هغوی له پاره عنعنوي عبادت او روژه پیل کیږي.

پولیسو د ایکس پر آنلایني شبکې څرگنده کړې ده چې، پولیسو ته پرځايي وخت ۹ بجې او ۳۱ دقیقې ټیلیفون وسو او ژغورونکې عملې د "څلورو ښاریانو" درملنه وکړه. ښاروال اندي بورنهام، بي بي سي ته ویلي دي چې"داسي ښکاري چې عاجل خطر تیر سوی وي."

د بریتانيا لومړي وزير کییر ستارمر څرگنده کړه چې نوموړی د مانچستر په شمال کې د "کرمپسال پر کنیسې د برید له امله سخت اندیښمن دی."  ستارمر د ایکس پر شبکې څرگنده کړه چې "دا حقیقت چې نوموړې پیښه د یهودانو په سپیڅلې ورځ  یوم کیپور کې ترسره کیږي، حالت نورهم وحشتناکه کوي."

د بریتانوي حکومتي کړۍ په حواله، ستارمر غوښتل چې په کوپنهاگن کې د اروپا سیاسي ټولنې (EPC) په سرمشریزه کې خپل گډون له اصلي وخت مخکې پای ته ورسوي او بریتانیا ته راستون سي.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

12:59

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل