يوازي د شنبې په ورځ د مديترانې په اوبو کي ۲۳۰۰ پناه غوښتونکی ژغورل سوي دي. دغه کسان په ۱۷ بادي او يوه کب نيوونکې کښتۍ کي د اروپا پر لور په تېښته ول. دغه خبر د ايټاليا ساحلي گارد ورکړی دئ.
اعلان
د ايټاليا ساحلي گارد د اسپانيا د يوې بېړۍ، د ايرلند سمندري ځواک او څلورو غير دولتي سازمانونو په مرسته عملياتو کي توانېدلي دي چي د مديترانې په اوبو کي ۲۳۰۰ سرگردانه پناه غوښتونکي وژغوري.
د ايټاليا د ساحلي گارد له خوا په خپاره سوي راپور کي راغلي دي چي دغه کسان په ۱۷ بادي او يوه کب نيوونکې کښتۍ کي ځای پر ځای سوي ول او د مديترانې په اوبو کي سرگردانه يوې خوا او بلي خوا ته حرکت کاوه.
د ايټاليا سمندري او ساحلي گارد د تيارسئ په حال دئ، ځکه د ليبيا له سواحلو څخه له مهاجرو ډکي کوچنۍ کښتۍ چي د سمندري اوبو تاب نه لري د حرکت په حال کي دي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي د روان کال (۲۰۱۶) له پيل راهيسي يوازي ايټاليا ته د کښتو په مرسته تر ۱۰۵ زره ډېر مهاجر رسېدلي دي. د دغو مهاجرو ډېرو ئې له ليبيا څخه حرکت کړی وو.
د ليبيا او ايټاليا ترمنځ د اوبو لار اوس اروپا ته د مهاجرت تر ټولو غوره او مهمه لار گڼل کيږي. له هغه وروسته چي اروپايي ټولني له ترکيې سره د مهاجرو د بيرته ستنولو سند لاسليک کړی له ترکيې څخه يونان ته ډېر لږ مهاجر رسيږي.