په مديترانه کي ۱۲۰۰ مهاجر ژغورل شوي
۱۳۹۵ آذر ۲۲, دوشنبهخیریه کارکوونکي او د ايټالیا سمندري ځواکونه وايي چې د ژمي په رارسیدو یې له لیبیا څخه په اوو ربړي او له لرګیو جوړو کښتیو کې ۱۱۶۴ سپاره مهاجرین ژغورلي دي. له دې مهاجرینو څخه چې د اروپا پر لوري روان وو، شپږ تنه مړه شوي دي.
مرستندویه سازمانونه وايي چې د مدیترانې له سمندر څخه په داسې حال کې چې توپان او تند بادونه هم ول، په اوو کښتیو کې یې سپاره مهاجرین ژغورلي دي. په ورته وخت کې د شپږو کسانو جسدونه هم موندل شوي دي.
د بې پولو ډاکټرانو سازمان په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي: «د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې ډیر شدید باران اوریدی او په مدیترانه سمندر کې د ژمې په دې ورځ هوا هم ډیره سړه وه.»
په روان کال کې د نړیوالو سازمانانو شمیرې ښيي چې د دغو شپږو کسانو په مرګ سره دغه شمیره تر۴۷۰۰ اوښتې ده.
په کښتۍ کې د ماشوم زیږیدل
دغه مهاجر چې له لیبیا څخه یې حرکت کړی وو، زیاتره یې د اروپا پر لور روان ول. د مهاجرو له دغه مجبوريت څخه انساني قاچاقبران ډیره ګټه اخلي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر په حواله، د تیري اونۍ شمیرې ښيي چې په روان کال کې د ايټالیا له جنوبي سمندري بندر څخه دغه هیواد ته ۱۷۳ زره مهاجرین راغلي دي.
د ايټالیا سمندري ځواکونه وايي چې د اروپايي ټولنې پر سمندري ځواکونو سره په ګډه یې د یکشنبې په ورځ د ژغورني دغه عملیات ترسره کړل.
د یاد خیریه سازمان په ویبپاڼه کې راغلي دي چې: «د یکشنبې د ورځې په دې عملیات کې په همدې کښتۍ کې د یوې نایجریايي میرمنې نوی زیږدلی ماشوم هم ژغورل شوی دی. د نوي زیږدلي ماشوم ژغورني د دې عملیاتو ټول غړي ډیر خوشحاله کړل.»
د مالي او اروپايي ټولنې ترمنځ موافقه
د اروپايي ټولني مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی له مالي هیواد سره د مهاجرو د بیرته لیږلو پر سر هوکړه کړې او په دې کار سره به هغه مهاجر بیرته لیږل کیږي چې په اروپايي ټولنه کې یې د پناه غوښتنه رد شي.
د ۲۰۱۵م کال په نومبر میاشت کې په مالتا کې د یوې غونډي په ترڅ کې اروپايي ټولنه له افریقايي هیوادونو سره د مهاجرت د جرړو د لمنځه وړلو په موخه په ۱.۹ میلیارده ډالرو مرستو سره سلا شوه.
د دې مرستو په بدل کې به افریقايي هیوادونه د سرحدونو خوندیتوب او ساتني ته پاملرنه کوي او بیرته لیږل شوي مهاجرین به په خپلو هیوادونو کې قبلوي.