1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کې له ۶۰۰ ډېر کسان ژغورل شوي دي

۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

په مدېترانې سمندرګې کې د ژغورنې وایکنګ اوشین کښتۍ د تېرو ۴۸ ساعتونو په جريان کې له ۶۰۰ ډېر کډوال ژغورلي دي. د اس او اس مدېترانې سازمان وايي چې وایکنګ اوشین، دغه شمېر کسان په ۱۵ ماموریتونو کې ژغورلي دي.

د آرشیف انځور - اوشین وایکنک ژغورونکې کشتۍ مامورین په مالتا کې د مهاجرو د ژغورنې پر مهال - د ۲۰۲۳م کال د می ۲۳مه
د آرشیف انځور - اوشین وایکنک ژغورونکې کشتۍ مامورین په مالتا کې د مهاجرو د ژغورنې پر مهال - د ۲۰۲۳م کال د می ۲۳مهانځور: Valeria Ferraro/AA/picture alliance

د ژغورنې یاد اروپايي سازمان د جمعې په ورځ ناوخته پر اکس شبکه چې پخوا پر ټويټر پېژندل کېده، وليکل چې تر ټولو ډېر کسان د تونس د صفاقس او د ايټاليا د لامپدوسا جزېرې تر منځ لار کې ژغورل شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې چې د نجات ماموریتونه ايټالوي چارواکو تنظیم کړي وي.

د اس او اس مدیترانې پر اساس، په مجموع کې د ۱۵ ماشومانو او ۱۴۶ بې سرپرسته کشرانو په ګدون ۶۲۳ تنه ژغورل شوي دي. دوی د سوډان، ګینېا، بورکینا فاسو، د عاج ساحل، بنين او بنګله دیش هېوادونو څخه دي.

ورته نور ولولئ: بريتانيا غواړي د انترنتي شرکتونو په مرسته مهاجرت محدود کړي

د آلمان خبري آژانس د یاد مرستندوی سازمان له قوله په خپل رپوټ کې وايي چې ژغورل شوي کسان روغ رمټ دي او په اوشین وایکنګ کښتۍ کې تر مراقبت لاندې دي. په پام کې ده د ژغورل شوو کسانو څخه ېو شمېر ېې وروسته د لامپدوسا ساحل او نور ېې د ايتالیا پلازمېنې روم شمال غربي سېمې، چيویتاوکیا، ته انتقال شي.

اروپا ته پر خطرناکو سمندري لارو د قاچاقي مهاجرتونو شمېر هر کال ډېريږي. هر کال په سلونو کسان د کښتيو د ډوبېدو یا اوښتو له کبله چې معمولا له حده ډېر کسان په کې سپرېږي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته نور ولولئ: روان کال کې ۹۰۰ مهاجر د تونس په ساحل کې ډوب او مړه شوي

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل