1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

په مديترانه کې ۴۵ مهاجر ډوب شوي دي

۱۳۹۹ مرداد ۳۰, پنجشنبه

دا د سږ کال يوه ژوره غمگينه نقطه ده او يوه نړيواله ناکامي هم: ۴۵ انسانانو د ليبیا ساحل ته څېرمه خپل ژوند له لاسه ورکړ ځکه چې د بيړنۍ تماس پر غږونو يې ژر غبرگون نه وو ښوول شو.

Symbolbild I Schiffsunglück vor Libyen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Palacios

 د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو اين ايچ سي آر» او د مهاجرو نړيوال سازمان «آی او ايم» په يوه گډه بيانیه کې ويلي دي چې «دا حادثه په روان کال کې د ليبيا په ساحل کې د کښتۍ د ډوبيدو تر ټولو ستره ثبت شوې پېښه ده» زياته شوې ده چې په قربانيانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.

۳۷ ژوندي پاتې کسان چې زياتره یې د سينگال، مالي، چاد او گانا وگړي دي، د ځايي کب نيونکو له خوا ژغورل شوي او ليبيا ته په رسیدو نيول شوي دي. دې مهاجرو ويلي دي چې د کښتۍ ماشين چاودلی وو. د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې او د مهاجرو نړيوال سازمان دواړو د دې پېښې د ژر تر ژره پلټنې غوښتنه کړې او همدا راز یې غوښتي چې په سيمه کې دې د کښتيو د حادثو پر وخت د لټون او ژغورنې امکانات ښه کړل شي.

«انساني ژوند له غير ضروري خطر سره مخ کول»

دې دواړو سازمانونو ليکلي: «موږ پر دولتونو په کلکه غږ کوو چې پر دې پېښه چټک غبرگون وښيي او په سمندر کې ژغورل شويو کسانو ته په سیستماتیکه توگه د خونديتوب يو  اټکلیدونکی بندر وړاندې کړي.» زياته شوې چې په دې تېرو میاشتو کې مهاجرو ته مرستي يا رسيدلي نه دي او يا هم د ځنډ ښکار دي چې دا خبره د منلو نه ده. دا د انسانانو ژوند له غیر اړين خطر سره مخامخ کوي.

د «يو اين ايچ سي آر» وياند چارلي ياگزلې د تويتر له لارې ويلي: «موږ ويره لرو چې که د ژغورنې امکانات بهتر نه شي نو ډېر انسانان به له منځه ولاړ شي.» هغه زياته کړې چې غير دولتي سازمانونه بايد پرته له محدوديته فعاليت وکولی شي. د «آی او ايم» وياندې صفا مصهيلي دولتونو ته دا خبره هم ور ياد کړه چې هغوی د ملکيانو په ساتنه مکلف دي.

په سونو زره انسانان په ناوړه شرائطو کې

ليبيا د هغو مهاجرو له پاره چې د جگړو او بې وزلۍ له وجې اروپا ته تښتيدل غواړي، په يوه مهم ترانزيتي هېواد بدل شوی دی. د اټکلونو پر اساس له دغو مهاجرو څخه یې ۶۵۴۰۰۰ یې په ډېره تنگه ساحه کې ژوند کوي او هيڅ روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

اړونده موضوع:په ترکيه کي د ډوب سوو افغان مهاجرو د جسد پيژندلو هڅي

زياتره دغه کډوال په ربړي کښتيو کې اروپا ته د رسیدو له پاره له خطرناک سمندر څخه د تیريدو سختي پر ځان مني. په زرونه یې نيول کیږي او بيرته ليبيا ته ليږدول کیږي. د دې دواړو سازمانونو په حواله ليبيا ته د بيرته ليږدولو په ترڅ کې سږ کال ۳۰۲ مهاجر مړه شوي دي. د قربانيانو اصلي شمير تر دې ډېر لوړ اټکل شوی دی.

يو اين ايچ سي آر او آی او ایم په دې آند دي چې ليبيا يو خوندي هېواد نه دی چې مهاجر بيرته ور واستول شي او په سمندر کې د ژغورل شويو او يا نيول شويو کسانو د يوه خوندي ځای ته د رسولو له پاره د بديلو مقرراتو غوښتنه کوي.

bs/nz (afp, ap, dpa, rtr)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب