1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانه کي دوې کښتۍ ډوبي سوي؛ په لسونو کسان لادرکه دي

۱۴۰۳ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

په مدیترانه کي د دوو کښتیو تر ډوبیدو وروسته چي لږ تر لږه پکښي ۱۱ کسان مړه سوي، په لسونو لادرکه سوو کسانو پسې لټون روان دی. ویل کیږي چي په لادرکه سوو کسانو کي ډېر افغانان او ایرانیان هم شامل دي.

ARCHIV | Mittelmeer Lampedusa | 41 aus Seenot Gerettete an Bord der "Nadir"
انځور: Leon Salner/RESQSHIP e.V./dpa/picture alliance

ساحلي څارونکو د دوشنبې په ورځ څرگنده کړه چي د ایټالیا په جنوب کي د کالابرین په سیمه کي د «په مهاجرو ډکي یوې بادباني کښتۍ د ډوبیدو په نتیجه کي» په لادرکه  سوو کسانو پسې لټون روان دی.

د Resqship په نوم آلماني مرستندویه سازمان د خبر له مخي، د دوشنبې په شپه هم د ایټالیا لامپیدوزا ټاپو ته نیژدې یوه کښتۍ ډوبه سوې ده. 

ياد سازمان ويلي دي چي د لیبیا او لامپیدوزا ترمنځ د موتوري کښتیو عملې «نادیر»، ۵۱ کسان له يوې لرگيني کښتۍ څخه ژغورلي دي.

د هغوی د معلوماتو له مخي د کښتۍ په لاندنۍ برخه کي چي له اوبو ډکه سوې وه، لس جسدونه هم موندل سوي دي. د نوموړي سازمان په حواله د هغوی له ډلې دوه بیهوښه سوي کسان ژوندي پاته سوي دي.

د ياد مرستندوی سازمان په حواله ژوندي پاته سوي کسان دایټالیا  ساحلي څارونکو ته سپارل سوي دي او د لسو مړه سوو کسانو جسدونه لامپیدوزا ته انتقال سوي دي.

د دغه سازمان په حواله د کښتۍ نیمايي مسافرین له بنگله دیش او پاته کسان له پاکستان ، سوریې او مصر څخه وه.

د ایټالیا خبري آژانس اَنسا، رپوټ ورکړی دی چي ژغورونکي عملې په ۵۰ لادرکه کسانو پسې لټون پیل کړی دی چی د ژوندي پاته سوو کسانو په خبره له کښتۍ څخه لویدلي دي.

د راد یکالا رسنۍ، په حواله بیا د لادرکه سوو کسانو شمیر ۶۴ ته رسیږي چي په هغوی کي افغانان او ایرانیان هم سته.

د ساحلي څارونکو په حواله دغه بادباني کښتۍ ښايي له ترکیې څخه راغلې وي. ساحلي څارونکي او د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتلو آژانس فرونتکس،  د دوشنبې په ورځ خپلو پلټنو ته ادامه ورکړې ده. د لادرکه سوو کسانو د دقیق شمېر په هکله ساحلي څارونکي هیڅ معلومات نه ورکوي.

د مهاجرو له پاره نړیوال سازمان (IOM) په حواله مرکزي مدیترانه په نړۍ کي د مهاجرو د تیریدو تر ټولو خطرناکه لار ده. د نوموړي سازمان په حواله یوازي په ۲۰۲۳م کال کي د مدیترانې له لاري د تيښتي پر وخت ۳۱۵۵ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

04:38

This browser does not support the video element.

     GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل