د ورکړل شوو رپوټونو له مخې یوازي د یوې ورځې په اوږدو کې په مدیترانې سمندرګي کې شا او خوا ۱۴۰۰ تنه ژغورل شوي دي، چي په روان میلادي کال کې ساری نه لري. د ایټالیا د ساحلي څارونکو په وینا مرستندويانو دوه مړي هم موندلي دي. زیاته شوې ده چې په ټوله کې د ژغورنې یوولس عملیات تر سره شوي دي چې پکښې ایټالوي پولیسو او ساحلي څارونکو، د اروپایي اتحادیې د صوفیا ماموریت او د پرواکتفیا، په نوم مرستندویه سازمان ونډه درلود.
د اسپانيا غیر دولتي سازمان ویلي دي چې دوی د هغي کښتۍ مرستې ته رسیدلي دي چې پکښې شا او خوا ۴۰۰ کسان سپاره وو او له یوه خطرناک حالت سره مخامخ ول. ویل شوي دي چې په ژغورل شوو کسانو کې ۱۷۵ ښځې او ۷۵ ماشومان هم ول. د دوو مړو شوو کسانو یو ماشوم دی.
څو ساعته مرګونی حالت
د پرواکتیفا، په خبره دغه انسانان د څو ساعتونو له پاره په ناوړه شرایطو کې له یوه سخت حالت سره مخامخ وو چې خپل مرګ یي پخپلو سترگو ليدلی دی. دغه سازمان د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «کښتې هره شیبه ډوبیدای شوای» او وضعیت د زغملو نه وو. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې روان کال اروپا ته د مدیترانې سمندرګي له لارې د رسیدو په هڅه کې تر اوسه ۱۷۰ انسانان مړه شوي دي.
په ۲۰۱۷م کال کې ژغورل شوي کابو ۱۲۰ زره مهاجر ایټاليا ته رسیدلي دي. د هغو کسانو په شمېر کې چې زیاتره مهال اروپا ته له تر حده زیاتو ډکو کښتیو کې سفر کوي، کمښت راغلی دی. ویل شوي چې دغه کمښت پر نورو سربیره د ایټالیا او لیبیا د ساحلي څارونکو د همکاريو پايله ده. خو مرستندویه سازمانونه دغې همکارۍ ته په انتقادي سترګه ګوري، ځکه په خبره یې زیاتره مهال نیول شوي کسان په لیبیا کې کمپونو ته لیږدول کیږي چې بیا له جنسي تیري او ربړونو سره مخامخ کیږي.
(sr/nz (dpa, afp, kna
زموږ له آرشیف څخه:
په لیبیا کې د مهاجرو ربړول او دغلامانو د خرڅلاو بازار
د غلامانو په توګه خرڅول، جنسي تیري، ربړول او لوږه هغه څه دي چې په لیبیا کې ورسره یو شمیر مهاجر لاس او ګریوان دي. هغه مهاجر چې اروپا ته د تګ نیت لري، د لیبیا د امنیتي ځواکونو له سخت چلن سره مخامخ کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashiپه لیبیا کې د غلامانو د خرڅلاو بازار انځورونو خپریدل نړۍ وړلزوله. د لیبیا حکومت چې نړیواله ټولنه يې ملاتړ کوي، د دغو انځورونو تر خپریدو وروسته د یوې څیړنیزي کمیټې د جوړیدو خبر ورکړ. په عین وخت کې د لیبیا حکومت ویلي دي چې دغه هیواد د معمرالقذافي تر سقوط وروسته له اړودوړ سره مخامخ دی او لیبیا اروپا ته د غیرقانوني مهاجرت منبع نه، بلکې پخپله د دغه وضعیت قرباني دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Bucciarelliهغه کسان چې په دغه بازار کې پلورل کیدل، افریقایي مهاجر ول. په ليبيا کې د غلامانو په توګه د هغوی د خرڅلاو د انځورونو خپریدو په ځينو اروپایي او افریقایي ښارونو کې اعتراضونه راپورته کړل. د مراکشي او افریقایي ځوانانو یوې ډلې (په پورتنې انځور کې) د مراکش په پلازمینه کې د لیبیا سفارت مخې ته احتجاج وکړ.
انځور: Getty Images/AFP/F. Sennaډیر مهاجر اروپا ته د رسیدو پر لاره ویرونکي تجربې تر شا پریږدي. ملګري ملتونو د اروپایي اتحاديي او یو شمیر افریقایي هیوادونو سره په ګډه پتېيلې ده چې د روان کال تر پایه پوري ۱۵۰۰۰ پناه غوښتونکي خپل هیواد ته ستانه کړي. زیاتره دغه مهاجر له نایجیریا، ګامبیا او ګانا هیوادونو دي. د ملګرو ملتونو په وینا په دغه طرح کې ګډون اختیاري دی.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashiملګرو متلونو تر دې دمخه په لیبیا کې د مهاجرو د کمپونو د وضعیت په هکله هم اندیښنه څرګنده کړې وه. د اټکلونو له مخې له۴۰۰ زرو تر یو میلیون پوري مهاجر په لیبیا کې په ناخواله وضعیت کې ژوند کوي او هیله من دي چې وکولای شي په لومړني فرصت کې ځانونه اروپا ته ورسوي. د لیبیا د چارواکو په ونیا اوسمهال شا او خوا ۲۰ زره مهاجر د دغه هيواد په کمپونو کې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashiپه لیبیا کې د ملي یووالي حکومت له اروپایي اتحادیي سره د ساحلي ګارد په واسطه د مدیترانې سمندرګي له لاري اروپا ته د مهاجرو د مخنیو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی دی. په دې موخه په راتلونکې کې باید د مناسبو شرایطو لرونکي پناه ځایونه برابر شي. پورتنی انځور د همدغې ډول یوه کمپ دی چې مصراته ښار ته نزدې موقعیت لري. دغه کمپ پخوا یو زندان وو.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/C. Occhiconeهغو مهاجرو چې په لیبیا کې یې په توقیف خانو او کمپونو کې زیات وخت تیر کړی دی، له جسمې لحاظه يې وضعیت ښه نه دی او پر بدن یې د شکنجو او جسمې آزار نخښې لیدلي شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان، څه موده وړاندي وویل چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې چې کومو کسانو ځانونه د مدیترانې سمندرګي له لاري ایټاليا ته رسولي ۴۱ زره تنه وو چې د ټول تیرکال په پرتله یې شمیر لس زره تنه زیات وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Braboدغه ځوان هم د مصراته په۵۰ کیلومترۍ کې د مهاجرو په یوه کمپ کې ژوند کوي. ډیر مهاجر د کار موندلو په موخه لیبیا ته مهاجرت کوي. یوه ډله یې بیا غواړي چې د مدیتراني د مرګوني لاري تر وهلو وروسته ځانونه اروپا ته ورسوي. تر اوسه څو زره کسان د دغې لاري په اوږدو کې مړه شوي دي. خو پر دې سربیره هم ډیر افریقایي ځوانان د تیښتې لومړني فرصت ته انتظار باسي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Braboد لیبیا ساحلي ګارد په دې ترڅ کې ډیر ځوانان نیولي او وچې ته یې ستانه کړي دي. دغه کسان د لیبیا ساحلي ښار طرابلس په ۴۵ کیلومترۍ کې میشتیږي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه د اروپایي اتحادیې او لیبیا تر منځ پر شوي تړون انتقاد کوي. د دغه تړون اصلي هدف د مدیتراني سمندرګي مسیر بندول دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. JAwashiد اروپايي اتحادیې او افریقا مشرانو په نزدې وخت کې په عاج ساحل کې پر دې باندي توافق وکړ، چې د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې په ملاتړ یو افریقایي کمیسیون جوړ شي چې په افریقا کې له بشري حقونو څخه د سرغړوني پيښې وڅیړي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi