1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقليممراکش

په مراکش کې د سیلابونو د تلفات شمیر ۳۷ ته لوړ شوی دی

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ آذر ۲۴, دوشنبه

د اونۍ په پای کې د مراکش هیواد په صافي ښار کې په ناڅاپي ډول د سیلابونو راتلو په پایله کې ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د چارواکو په حواله ۱۴ کسان په روغتون کې بستر دي چې د دوو وضعیت یې د انديښنې وړ بلل شوی دی.

له شدیدو بارانونو وروسته دوه ښځې په داسې حال کې چې پیسې یې بډ وهلي د سیلاب په اوبو کې روانې دي
۲۰۲۴میلادي کال د مراکش په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال و.انځور: AFP/Getty Images

د مراکش هیواد په صافي ښار کې په ناببره توګه د سیلابونو راتلو له کبله لږ تر لږه ۳۷ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په حواله دا تر یوې لسیزې زیاتې مودې راهیسې په دغه هیواد کې تر ټولو وژونکې موسمي پيښه ده.

د دوشنبې په ورځ هم د لادرکه کسانو د لټون او ژغورنې عملیاتو ادامه درلودله.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې له خاورو او چقړو سره ګډ سیلابي اوبه د صافي ښار په سړکونو کې موټر او د خځلو یا کثافاتو قطۍ له ځان سره روان کړي دي.

ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

02:20

This browser does not support the video element.

صافي له پلازمېنې رباط څخه نږدې ۳۰۰ کیلومتره سویل ته واقع دی. که څه هم په مراکش کې شدید بارانونه او د سیلابونو راتل کومه نوې خبره نه ده، خو اوسمهال دغه هیواد د اوو پرله پسې کلونو راهیسې سختې وچکالۍ ځپلی دی.

په مراکش کې د هوا پيژندنې ملي ادارې د رپوټ پر اساس ۲۰۲۴میلادي کال د مراکش په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال و، په کوم کې چې د اورښت اوسط له معمول څخه نږدې ۲۴، ۷ سلنه کم ثبت شوی دی.

په ۱۹۹۵م کال کې هم په مراکش کې په ناڅاپي ډول د سیلابونو راتلو په پایله کې لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

وروستیو سیلابونو یو ځل بیا د اقلیمي بدلونونو خطرناکو پایلو ته د خلکو پام را اړولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل