1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزارشريف ښار کي د موټرانو د را واريديدو شرکت پرانستل سوی

۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبه

دغه شرکت چي د انتراسيا په نوم ياديږي د يوي ازبکستاني کمپنۍ سره يي په ګډه په مزارشريف ښارکي د صفر کيلومتر کوريايي موټرانو د را واريدولو کار پيل کړی...

په مزارشريف ښار کي نوي کوريايي موټران
په مزارشريف ښار کي نوي کوريايي موټرانانځور: DW

په مزارشريف ښار کي د انتر آسياکمپنۍ مسوول بختيارځاځی وايي، چي دوئ د يوې ازبکستانۍ کمپنۍ سره په ګډه دغه تجارت پيل کړی اوخپله لومړۍ نما ينده ګي يې په مزارشريف ښار کي پرانستله.

د هغه په خبره په راتلونکوکي به د هيواد د مرکز کابل په ګډون په نوروغټوښارونوکي هم خپلي نمايندگۍ جوړي کړي.

نوموړی وايي « دغه وارداتي موټر په اصل کي کوريايي دي او په وزبکستان کي تړل کيږي. کمپنۍاوس مهال 33 موټره مزارشريف ښار ته وارد کړي.

د شرکت د مسوولينو په خبره موټرونه دافغانستان عراضي اوسړکونو ته په پام کي نيولوسره جوړ سوي دي.

د مزار ښاريانو په خره ددې ډول موټرو را واريدېدل نه یوازي د يو ښه اقدام بولي، بلکي وايي چي د چاپير يال ساتني په برخه کي به ډيره گټه ورسوي. د هغوئ په خبره د نوو موټرانو په راپيداکيدو سره به زاړه کرار کرار د منځه ولاړ سي.

دچاروکارپوهان هم دغه يومثبت اقدام په ګوته کوي په مزارشريف کي داقتصادي چاروکارپوه اوازاد خبريال اريانسيمي وايي « د خصوصي کمپنيو لخوا دايو نيک اقدام دي اودموټرودمينه والو په اقتصاد هم مثبته اغيزه کولاي سي.

عبدالحميد صافي/ مزارشريف

کتونکی. زيارمل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل