جرمونهافغانستان
په مزار شریف کې چاودنه شوې ده
۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبهاعلان
د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي تائیدوي چې نن د چهارشنبې په ورځ شاوخوا یولس نیمې بجې په بلخ دروازه کې د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې یوه چاودنه شوې ده. د امنیه قوماندانۍ ویاند آصف وزیري دویچه ویله ته وویل چې په دې چاودنه کې یوازې هغه کس چې چاودیدونکي توکې یي له ځان سره لیږدول وژل شوی دی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.
خو سیمه ایزو رسنیو او عیني شاهدانو په دې پيښه کې د اتو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. یو سیمه ایز خبریال د نوموړي ولایت د صحت عامې د مسئولینو په حواله لیکلي دي چې د دې پيښې شپږ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
ناپيژاندو وسله والو د مزارشریف هوايي ډګر دوه کارکوونکي وژلي
په هغو ویډیوګانو کې چې د دې پيښې په تړواو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې دي، خلک لیدل کیږي چې د پيښې له قربانیانو سره مرسته کوي.