«په مسکو کي د افغانستان په اړه درې اړخيزه غونډه بې معنی ده»
۱۳۹۵ دی ۷, سهشنبه
افغان چارواکو د روسيې پر هغه اقدام اندېښنه ښوولې ده چي په مسکو کي ئې بې له افغان چارواکو د افغانستان په اړه د چين پاکستان او روسيې ترمنځ درې اړخيزه غونډه رابللې ده.
اعلان
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني د سه شنبې په ورځ په کابل کي رسنيو ته ويلي دي چي افغان چارواکي په مسکو کي د افغانستان په اړه د درې اړخيزه غونډي پايلو ته خوشبينه نه دي.
مستغني ويلي دي، په دغه غونډه کي چي بې له افغان چارواکو رابلل سوې ده، د افغانستان د اوسني وضعيت رښتنی انځور به وړاندي نه سي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي، که چيري دغه شان غونډي ښې پايلي هم ولري، د افغانانو ترمنځ سختي پوښتني راپورته کوي.
تر دې مخکي د افغانستان د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي دغه شان غونډي په زغرده د افغانستان په کورنيو چارو کي مداخله بللي.
د دسمبر مياشتي پر ۹ نېټه د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف له انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي ول چي په نژدې راتلونکې کي به په مسکو کي د افغانستان په اړه يوه درې اړخيزه مشورتي غونډه (چين، پاکستان او روسيې) ترمنځ راوبلل سي.
دغه ديپلومات ويلي ول: «دا د افغانستان د وضعيت په اړه د هغو مشورتي غونډو دريمه کړۍ ده چي تر دې مخکي په پيکين او وروسته په اسلام آباد کي جوړي سوي وې او اوس وار د روسيې دئ.»
د روسي ديپلومات تر خبرو وروسته د پاکستان د پلان، پراختيا او اصلاحاتو وزير احسان اقبال، په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت په برخه کي د روسيې، پاکستان او چين ترمنځ غونډه مثبت گام بللی.
د رسنيو د راپورونو له مخي د افغانستان په اړه درې اړخيزه غونډه به نن په مسکو کي جوړه سي.
نور مطالب:
انځورونه: حکیموف څرنگه په شیخ عبدالله بدل شو
حکیموف د بخواني شوروي سرتیری وو چې اوس د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ژوند کوي. هغه په جگړې کې تر ټپي کیدو وروسته د افغانانو له خوا ساتل شوی وو. حکیموف اوس خپل نوم شیخ عبدالله ته اړولی او وایي چې بل هیواد ته به ولاړ نه شي.
انځور: DW/S. Sharafiyar
شبخ عبدالله که حکیموف
شیخ عبدالله اوږده ږیره لري، د افغانانو په ژپه خبرې کوي، د هغوی جامې پر تن کوي او د ډیر شمیر نورو سیمه ییزو اوسیدونکو په څیر جومات ته د لمونځ کولو له پاره ورځي. خو دی افغان نه بلکې د ازبکستان له سمرقند څخه دی چې د پخواني شوروي له پوځ سره افغانستان ته راغلی وو او له هماغه وخت راهیسې په دې هیواد کې پاتې شوی دی.